اسلام دژوند پروګرام (پرلپسې لړۍ ۳)
لیکنه : شهید سید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
داسلامي دین او نورو ټولو نظامونو تر منځ توپير دا دی ،چې د دې دین د ژوند نظام يوازي د الله تعالی په عبادت قایم دی ، اوپکښې يوازي الله تعالی دعبادت مستحق ګنل کیږي ـ هغه ذات چې د ټولو کايناتو پیدا کونکی او ساتونکی دی ـ اوپکې ټول اخلاقي ، قانوني ، اود ژوند خصلتونه اودخلکو په منځ کې د ژوند ټوله راكړه ورکړه , لارښونه او اداب د الله تعالی له لوری وي .. خو په نورو نظامونو کې خلک د نورو ډول ډول خدايانو او بتانوعبادت کوي ،او ورباندې پوخ یقین او باور ساتي ، کله چې دځان په څیر دانسانانو څخه خپل دژوندانه لارښونه او کړنلاره اخلي او خپل اخلاقي ،قانوني او دژوندانه دنظام نور خصلتونه د دوی څخه تر لاسه کوي ، نو له دې کبله دوی ته د خدایی مقام ورکوي د الوهیت او ربوبیت منزلت ورته قایلیږي ، د الله تعالی په ځای د هغو خلکوعبادت کوي ، چې هغه هم د دوی په څیرانسانان او دالله تعالی بندګان دي … او موږ دا راز نظامونه چې پکښې د انسانانوعبادت کيږي د جاهليت نظامونه ګڼو څرنګه چې الله تعالی ورته د جاهليت د نظام نوم ورکړي دی ، که هر څومره ئې ټولنې ، زمانې او شکلونه بدل شي ، ځکه دا نظامونه په هغو بنيادونو ولاړ دي کوم چې اسلام يي د له منځه وړلو لپاره راغلي دی ، او اسلام د دې نظامونو څخه دبشريت د ژغورلو لپاره راغلی ، اسلام راغلی تر څو د ځمکې پر مخ يوازې د الله تعالی الوهيت او ربوبيت قائم کړي ، او ترڅو خلک د انسان له عبادت څخه يوازي د الله تعالی عبادت ته راوبولي ، د(عبادت ) او (الوهيت ) او( ربوبيت ) او (دين ) هر اړخيز مفهوم ته ئې راوبولي (۲)
هوکې دا دين راغلي دی ترڅو د انسان عبادت انسان ته په ټولو شکلونو کې ختم کړي ، انسان د انسان له غلامي ازاد کړي او يوازي ئي د الله تعالی عبادت ته راوبولي چې د ټولو کايناتو خالق دي . (أفغير دين الله يبغون، وله أسلم من في السماوات والأرض طوعاً وكرهاً، واليه يرجعون)..ژباړه ( آیا دا کافران بې له دین د خدایه بل دین غواړي ؟ او غاړه ایښې ده هغه چا چې په ځمکه او آسمانونو کې دي ، په خوښه هم په ناخوښه هم او دوباره خدای ته بیولې به شي ټول ) .
[ آل عمران: 83 ]
~ ~ ~
اسلامي نظام د دې اعتبار په اساس چې د اسلام څخه ئې سرچینه اخیستې ده يو تاريخي نظام ندي چي د يو معين وخت لپاره راغلي وي , او نه دا يو محلي نظام دي چي په يوه ځانګړئ ځاي کې د یوه ځانګړې نسل لپاره راغلي وي ، او نه دا د کوم ځانګړئ چاپيريال لپاره راغلي دي .. بلکه دا هغه ثابت نظام دي چې الله تعالی د ټول بشريت د متغير ژوندانه لپاره غوره کړي دی ، ترڅو د بشريت ژوند د ابد لپاره تر هغه محور راتاو شې کوم چې الله تعالی ورته غوره ګڼلي ، اوپه هغه چوکاټ کې پاتې شي کوم چې الله تعالی غواړي چې پکې د ابد لپاره پاتې وي ، اوترڅوپکې دا ژوندون د هغه لوړ انځور سره سمون ولري كوم چې الله تعالی پکښي انسان ته کرامت وربښلي دي ..
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)د لا زیات تفصيل لپاره د استاذ مودودي صاحب کتاب( المصطلحات الاربعه فی القران) دې وکتل شي .
دا نظام د نورو هميشنيو کونې مخلوقاتو په څيردبشريت د ژوندانه لپاره مسخر شوي يو ضرورت دی ، چې له پيدايښت څخه تر اوسه پورې د دې کون په بدن کې په کار بوخت دي ، پرون يې دا کار سرته رسولي او نن هم دا کار سرته رسوي او صبا به يې هم سرته رسوي ، داسې نظام چي د سرغړونې له کبله يې بشريت له تباهۍ او بربادۍ او دردونو او کړاونو سره مخ کيږي !
او خلک … يا خو به دالله تعالی د نظام مطابق ژوند کوي او دوي به پوره مسلمانان وي ، او يا خو به هغه نظامونه خپلوي چې انسان جوړکړي دي ، پدې صورت کې به دوي د يوه جاهلي نظام تر چت لاندي ژوند کوي ، چې اسلام ئې نه پیژني ..هماغه جاهلي نظام چې اسلام يي د له منځه وړلو لپاره راغلي دي ، چې له اساسه يې بدل کړي . ترڅو خلک د انسان له بندګۍ وژغوري او دالله تعالی بندګۍ ته يې قانع کړي ..
او خلک يا خو به د الله تعالی د نظام مطابق ژوند کوي ،پدې صورت کې به دوي د کون له مخلوقاتو سره او د وجود له فطرت سره او د خپل فطرت سره په ټکرکې نه وي . او يا به د کوم بل بشري نظام مطابق ژوند کوي ، پدې صورت کې به دوې د کون د مخلوقاتو سره او د وجود د فطرت سره او د خپل فطرت سره په ټکر کې پاتي وي ، ځکه چې دوي هم د دې کون له مخلوقاتو څخه دي .. داسې ټکرچې تباه کونکې پايلې ئې له نږدې او لري ښکاري ..
او موږ ـ لکه مو چې وړاندې وويل ـ پدې باور يو چې خلک به دالله تعالی نظام ته را ورګرځي ، د ژوند دغه پروګرام ته راګرځيدونکې دي ، او یقینا چې راتلونکې به دې همدغه دين وي .
او موږ همدا رنګه پدې باور يو چې ټولې هغه هڅې چې د دې دين په خلاف تر سره شوې اویا تر سره کيږي ترڅو دا دين له خپل طبيعت څخه چې ـ د بشريت د ژوندانه عملي پروګرام دی ـ پردی او ګوښه کړي ، به شنډې او ناکامي شي . ځکه چې د ناکامۍ نښي ئې راښکاره شوې دي ..او ګوښه پاتي کيدل د دې دين طبيعت ندي ، اوپه حقيقت کې د هيڅ دين طبيعت دا ندی چې د انسان د عملي ژوندانه څخه دې ګوښه پاتي شي !!! . نور بیا .