په پکتیکا کی ماین ۱۲ ملکی انسانان ووژل
امریکایی خبری شبکه ( اې . بی . سی . نیوز ) راپور ورکوی چی نن د پکتیکا ولایت په وازه خوا کی د ملکی خلکو څخه ډک موټر پر ماین برابر سو چی له امله یې ۱۲ ملکی انسانان مړه او پنڅه نور ټپیان سول . په وژل سوو کی پنځه کوچنیان او دوې ښځی هم شاملی دي .
خبر زیاتوی چی چارواکی دا کار پر طالبانو تاوانوی ، خو طالبانو تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی .