جلال اباد دوو پرله پسې چاودنو ولړزاوه
لږ مخکی د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد کي دوې پرله پسې چاودني وسوې چي د دوو کسانو وژل کېدو تر څنګ يې شاوخوا شل کسان زخميان کړي دي ، له دغو دوو چاودنو يوه یې د جلال اباد عيدګا جماعت ته نژدې رامنځته سوه چي په قربانيانو کي پوليس هم شامل دي . طالبان وايي چي په دې بريد کي يې دولتي چارواکي په نښه کړي وو .