کور / شعر / سوله ورکه ده؟

سوله ورکه ده؟

د سولې او د موکراسۍ په نوم لاره رانه ورکه ده
بانډه، کور کلئ لا پريږده خپله خونه رانه ورکه ده
لاپې دي هري خواته او هر څوک هر څه وايي
د سياست او رښتيا تو پير مې ونکړ سمه لاره رانه ورکه ده
کلونه ، او ډير وخت مې د سولې په نوم تير کړل
ملې او غير ملي اداره لا څه کړې نړيواله لاره رانه ورکه ده
هرې خواته چې نظر کړم يوازې فساد او رشوت وينم
پاکه او نا پاکه ټولنه رانه پاتې د شرم لاره رانه ورکه ده
سو له، سوله او سولې نارې مې وکړې هر ډول پلموکې
افسوس چې د پياوړي غيرتمن هيواد لاره رانه ورکه ده