مزار شريف: د ښځو لپاره سپورټي کلب جوړسو

د لراوبر اداره | مارچ 8th, 2011


د مزار شریف د ښار د ښځو لپاره سپورتی کلب جوړ شو دا کلب چی د رسمی ورځو په دوه ټایمونو مخکی او وروسته له غرمی به میرمنی پکی تمرین کوی  د مزار شریف ښار د باغ زنانه په سیمه کی جوړ شوی
دا کلب د امریکا د سفارت په مالی او تخنیکی مرسی جوړ شوی چی د ښځو چارو ریاست ته سپارل شوی د ښځو تمرینونه پکی په وړیا توګه دی
د مزار شریف د ښځو د سپورتی کلب روزونکی میرمن فریده خیر اندیش پدی اړوند وایی :
سپورتی کمیټه زموږ د ټولنی یوه برخه ده نن موږ دا ستاسو دوستانو او د ای اس جی پی د موسسی په مرسته پرانیسته دا کلب یوازی د بدن جوړونی یا غړیو د روزنی دی ددی لپاره چی ډیرو کلونو جنګ د میرمنو روحه ځپلی ده نو دوی سپورت ته اړتیا لری په راتلونکی کی موږ غواړو لا ډیر کلبونه د میرمنو لپاره ولرو اوس دا کلب عمومی ده او په ډیرو رشتو کی زه کولای شم میرمنو ته روزنه ورکړم خو همدا کافی ده چی دوی وکړای شی دلته راشی کوم خاص شرایط نه لرو
نجمیه یوه پیغله ده چی پدی کلب کی همدا نن دلته راغلی او تمرین کوی
دا د ښونځی د یولسم ټولګی زده کونکی ده او پریکړه یی کړی چی وروسته لدی به هره ورځ راځی :




زموږ کلب تازه پرانیستل شوی او یله ده چی په نږدی راتلونکی کی ډیر فعالیتونه ولری زه د بدن جوړونی یا غړیو روزنی سپورت سره ډيره مینه لرم چی دلته یی وسایل هم شته دی مخکی موږ د لږ شمیر ښځو د جذب ظرفیت درلود او وسایل نه وو خو اوس ډیر مجهز او کافی وسایل شته هیله ده چی ډیری میرمنی دلته مراجعه وکړی
دا وسایل ډير ساده نه بلکه ډیر پرمخ تللی او ښکلی دی 
دا میرمنی هم په ډيری مینی سره د څرخ پر سر ولاړی دی او په خوند سره تمرین کوی
 اوس مهال د مزار شریف په ښار کی تر زرو زیاتی میرمنی د هغو نجونو برسیره چی په ښونځیو کی تمرینونه کوی په بیلابیلو سپورتونو په بیلابیلو کلبونو کی سپورت کوی چی دلته د ښځینه روزنوکو لخوا تمرینونه ورکول کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024