کور / هستوي فزيک / څیړنه : له مطالعې څخه مخکې سترګي پټول ګټه لري

څیړنه : له مطالعې څخه مخکې سترګي پټول ګټه لري

تر دې دمه دا جوته وه چې د شپې له خوا ویده کیدل دهغو مالوماتو په زیرمه کوولو کې ګټه لري کوم چې د ورځي په اوږدو کې ترلاسه شوي دي. د کلفرونیا د برکلې پوهنتون کې یوه تازه څیړنه ښیي چې له مطالعې او زدکړي څخه مخکې د سترګو پټوول و یا هم ویده کیدل په لږ وخت کې د ډیرو شیانو د ښې او اغیزمني زدکړې لامل ګرځي. د دغې څیړڼي غړی پروفیسور ماتیو والکر وايی چې: “دا څیړنه مونږ ته د خوب ارزښت راپه ګوته کوﺉ ، دا څیړنه مونږ ته دا پیغام راکوﺉ چې یواځې له مطالعې څخه وروسته ویده کیدل ارزښتناک نه دي بلکې انسان د ښې زدکړې لپاره له مطالعې څخه مخکې هم خوب ته اړتیا لري”.




د یادوني وړ ده چې مخکینیو څیړنو ښوولې وه چې خوب کوول ښې زدکړې ته ګټور ده.