کور / شعر / غــــــــــزلونه

غــــــــــزلونه

زما جانان تر دا جهان ښکلۍ دى زما ايمان تــــر دا اسمان ښکلۍ دى
رقيبه څله دى پرې رخـه راغله ستا تا ج محل زما لغمـان ښکلى دى
دانسانانو دې ښايستـــه نړۍ کې پښتانه ښکلي دي افغــان ښکلى دى
نوم دې کشميره هسې لوړ روان دى لتا ځمونږ افغــــــانستان ښکلې دى
په تور اوسپين يي ښکلا نه و يشلې له هر بي دينه مسلمـــا ن ښکلى دي
انقلابي ته خوار کـتل مه کوه شډل انځور تر پا کستــان ښکلى دى

دلته ليا قت صدا قت نه چليږي دلته ښه کلکه وا سطه پکار ده
دلته دپوهې علم ځاى نشته دى دکور او کلي فاکولته پکار ده
دلته داصل او بدل فرق نه کيـږي يو ښکلى مخ بله پيسه پکار ده
که غواړې ځان رسوې لوړ مقام ته مشر واکدار صيب ته ناشته پکار ده
دلته پښتون انقلا بي څه کوي؟ دلته فار سي ژبه پسته پکارده