د عامې روغتياسرپرستې له پكتيا څخه ليدنه كړه
د افغانستان د عامې روغتيا سرپرستي وزيري ثريا دليل د مارچ پر اتمه په داسي حال كې له پكتيا ولايت څخه ليدنه وكړه چې په مشرانو او ولسي جرګه كې د پكتيا د خلكو استازو يې بدرګه كوله .
د هيواد د عامې روغتيا سرپرستي وزيرې سريا دليل او پكتيا والي جمعه خان همدرد لومړي د قابله ګانو د روزنې پنځم دور پرانست او وروسته يې د پكتيا په زندان كې د هغه روغتيايې مركز پرانسته وكړه چې د زندانيانو د درملني په موخه جوړشوي .
ثريا دليل د ښځود نړيوالي ورځې د لمانځنې په هغه غونډه كې هم ګډون وكړ چې په مركز ګرديز كې جوړه شوي وه .
په غونډه كې د پكتيا ولايت د ښځو چاروريسې حليمه خزان په دې ولايت كې د ښځو پر ژوندانه خبري وكړي او د تير په پرتله يې د ښځو حالت ښه وباله او زياته يې كړه چې اوس هم د ښځو پروړاندې ستونزې شته .
ورپسي د هيواد د عامې روغتيا سرپرستي وزيري په پكتيا كې د روغتيا ستونزو په لمنځه وړلو كې ژمنه وكړه .او زياته يې كړه چې په نيږدي راتلونكي كې به په دې ولايت كې د زون په كچه د يو روغتون د بنسټ ډبره كيږدي
.
په غونډه كې د پكتيا والي جمعه خان همدرد د ښځو پر وړاندې د ستونزو په له منځه وړلو كې د هر ډول مرستې ډاډ وركړ .
د عامې روغتيا سرپرسته وزيره ثريا دليل په داسي حال كې پكتيا ته سفر كوي چې اوس هم د دې ولايت د لري پرتو سيمو اوسيدونكې د روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان دي .او لا هم ډيرى خلك روغتيا مركزونو ته له ساعتونو مزل وروسته رسيږي .
د يادلو وړ ده چې دې ولايت ته د عامې روغتيا وزارت لخوا د څلور سوه شپيته زره اوسيدونكو لپاره روغتيايي اسانتياوي برابريږي حال دا چې د پكتيا ولايت نفوس يو اشاريه دوه ميلونو ته رسيږي .