هو! پښتانه پوهنه غواړي !

د لراوبر اداره | مارچ 11th, 2011


دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د نیک اقدام په تاثر:


پاڅه د تیارو پر کور غم ووېشه
لمر پر څراغونو د چم ووېشه
باب د سړیتوب د کتاب پرانیزه
توري ټولوه او قلم ووېشه …ُ


دا دیوه معاصر شاعر کلام دئ خو موضوع یې له څلور پېړۍ وړاندي ستر خوشحاله بیا تر دې مهاله د افغان ولس مهمه اړتیا او ستره هیله ده ،
افغان ولس پوهنه غواړي ، هغه څه چي ځان ، جهان ، خالق ، ایمان او … پرې پېژني ، هغه څه چي د زدکړي په ټینګار یې د سپېڅلي قرآن د نزول پیل سوئ دئ او هغه څه چي د ټول بشریت لویه اړتیا ، هیله او د ژوندانه لاره او وسیله ده او…
خوشحال بابا خو د خپل ولس ددغي هیلي دښه پوره کېدا په خاطر تانې هم ویلي دي لکه یو ځای چي وايي :
هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده
که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
لنډه داچي د افغان ولس هر غمخور او روښانفکره ؛ د تاریخ په هره دوره کي د افغانانو دپاره د پوهي په چارو کي زیار او کار مهم بللئ دئ  ، په دې هکله نظرونه ، فکرونه ، تشرېحات ، تفصیلات او معلومات به د هر لوستونکي سره وي او ددغي اړتیا اوسنی بهیر به هم ښه ویني ؛ چي څنکه ؟ په څومره ستونزو او کوم حال کي دئ ؟ د چا لخوا او ولي ؟ او دپښتانه ولس پرته د نورو حال څنګه دئ؟؟؟….
ډاډه ویلای سم چي په دغه برخه کي ټول د کار او زیار په تمه دي او زه هم د زړه له تله پر هر پښتانه ږغ کوم چي ….قلم ووېشه …
او څوک چي پر پښتانه ولس قلم ویشي د هغه شفقت او احسان ته د اخلاص او درنښت سرټیټوم او په دې توګه راځم په کابل کي د پښتنو زدکوونکو د لېسو (خوشخال خان الف ،  خوشحال خان ب ، او رحمان بابا ) دپاره د سرحدونو وزارت د قدر وړ اقدم ته :
د کابل په زړه کي دوې پښتو لېسې خوشحال خان او رحمان بابا چي اوس درې سوي او د زدکوونکو شمېر یې د دوه نیمو زرو څخه تر څلورو زرو زیات سوئ د هیواد په کچه یواځنۍ لیلیه لرونکي لېسې دي چي د سرحدي ناامنو سیمو پښتانه زدکوونکي زدکړي او استوګنه پکښي کوي ، لګښتونه او اداره یې د افغان دولت د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو د وزارت لخوا کیږي .
د دوو لېسو دوهم واري پیل په اوسني دولت کي په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۵کلونو کي وسو ، د درېیمي لېسې تشکیل او د زدکوونکو د شمېر ډېرېدا او ډېر نور پرمختګونه په تېر کال او نژدې تېرو څو میاشتو کي سویدي او راځم د لیکني د الهام او عامل برخي ته ؛ چي هغه د رواني مېلادي میاشتي مارچ پر نهمه او د روان لمریز کال د حوت یا کب پر اتلسمه ددغو لېسو زدکوونکوته د پینځوسو تعلیمي بورسونو ورکړه ده !
د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مستقیمه توګه ددغو لېسو زدکوونکو ته د هند هیواد ته د پینځوسو بورسونو دپاره د شاوخوا درې سوو تنو زدکوونکو څخه آزموینه واخیسته ، ددغو لېسو په تېرو څه باندي درو لسیزو کي دا لومړی وار دئ چي په مستقیمه توګه ددغه وزارت لخوا؛ د نوموړو لېسو زدکوونکو ته ؛ په ځانګړي ډول او دومره ډېره شمېره بورسونه اخیستل کیږي  .
ددغو تعلیمي بورسونو دپاره ازموینه یواځي دنوموړو لېسو د زدکوونکو ترمنځ واخیستل سوه چي د زدکوونکو حق او چانس لا خوندي وي او پینځوس تنه به هم له همدې جملې څخه د وړتیا پر اساس ټاکل کیږي .
د رحمان بابا لېسې یوه تن ښوونکي وویل چي : یاد تعلیمي بورسونه د سرحدونو د وزارت ځانګړې شمېره وه او ددغو لېسو نور زدکوونکي د نورو افغانو زدکوونکو په څېر دهیواد په کچه دعمومي تعلیمي بورسونو څخه هم برخمن کېدای سي کوم چي دلوړو زدکړو او پوهني د وزارتونو او نورو ادارو له لارو وي .
اوس د سرحدونو وزارت دغه اقدام او لویه معنوي مرسته باید وویل سي، وستایل سي ، چارواکي او په ځانګړې توګه وزیر یې ښاغلی اسدالله خالد چي ډېر کارونه دده لخوا سویدي باید لا  وهڅول سي او په دې توګه نوروچارواکو، پښتنو مشرانو، او په ځانګړې توګه پښتنو وزیرانو ته الهام ورکړل سي چي د پښتانه ولس دپاره داسي نور ډېر ګټور اقدامات وکړي او د ښاغلي خالد پر پل قدمونه کښیږدي .
دپښتنې ټولني ګوټ ګوټ ته د پوهي د رسېدو په هیله .
منیر معروفي
دخوشحال خان لېسې فارغ

Copyright Larawbar 2007-2024