کور / شعر / چې قلم درنه هيرنشي

چې قلم درنه هيرنشي

زلمو بيا جهاد شروع کړئ،په اتفاق پرې قسم وکړئ
دټوپک په زورسربيره،اوس جهاد په قلم و کړئ

دقلم نوکه تيره کړئ،خپل قلم مو زور ورکړئ
زورور يي له توپونو، زورور ېې له ستينګر کړئ

دميدان اتل هغه دئ،چه قلم ېې ښه چليږي
چه قلم ېې زوروروي،خپل منزل ته ژررسيږي

په قلم جهاد مشکل دئ،ټوپک نه دئ چه ډزيږي
دقلم پوهه پيداکړئ ،که ازاد ژوند مو خوښيږي

دقيام واورئ ځوانانو،چه قلم درنه هيرنه شي
اوس به توره په قلم کړئ،خپل قسم درنه هير نشي