کور / طنز / د یوویښتمې پېړۍ سیاسي درنامه

د یوویښتمې پېړۍ سیاسي درنامه

مشر رییس: د سرکس جیب ډک بې شلاغی حیوان راموونکی
وزیر: د یوی ډلې ناروا مصلحتي استاځي
وکیل: د ځاني ګټې سپين سترګې دوکاندار
پولیس: یونیفورم لرونکی شوکه مار
دیموکراسي: د مجرمانو د آزادي اساسي قانون
کمیسیون: د پېښې د هیرولو یا دوسیې تړلو مداریان
ټاکنې:لاس پوڅو ته د واک قانوني لاره
والی: د ناتو افغاني ولایتي ویاند
طالب: په دري نه پوهیدونکی خوار پښتون
د امریکا سفیر: د افغانستان تاج لرونکی پاچا
مشاور:هغه جنرال چې سپاهي يې په چپلاغه وهلي شي
قانون: په روا ډول د خوارانو د وژلو سند
تفتش: له بډواخیستونکو څخه دبډی اخیستلو کارمند
له قانون اساسی څخه د تخطي ارګان: د قانون د پنبې بې ډینګری نداف
ویتو: هغه نامریی واک چې دنیا په ګوته نڅوي
منځنی ختیځ: هغه ځای دی چې ریاست جمهوری په کښې ارثي ده
د امنیت شورا: دنړۍ د چیچړو د ښورواکټو
مرستیال: هغه چې تر ټولوزیات د رییس په مړینه خوشالیږي
زوم : د لور بې معاشه نوکر
متخصص: د بهر بې روزګاره لډر
تجار: په ژوندو کفن اغوستونکی
مصلحت: د لډرانو ته د واک ورکولو چل
ناتو: د دایمی هډولپاره تهداب کیندونکی انجینران
اپوزیشن: هغه ښکرلرونکی چي د برحال نظام د هری سمی او ناسمی فیصلی ضد وی
پارالمان: هغه د د پیسو پاټک چې د هر شی د تیروید ټکس اخلی
دوزیرانو غونډه: هغه حمام دی چی تور غړي يي نه سپنیږی
ویاند: ددرواغو جوړولو بنۍ
ترافیک : د موټرانو بډی خورښوونکی