کور / هستوي فزيک / جاپان حکومت : نړۍ د وړانګو له خطر څخه په امن کې ده

جاپان حکومت : نړۍ د وړانګو له خطر څخه په امن کې ده

وروسته له هغه چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په یوولسمه د جاپان هیواد ډیرې سیمې زلزلې وځپلې او  له زلزلې څخه وروسته د سونامي د رامینځ ته کیدلو خبرداری ورکړل شو ، د جاپان د اټومي انرژي ادارې خپلې درې هغه اټومي بټۍ وتړلې کومي چې د سونامي په کرښه پرتې وې. د جاپان حکومت اعلان وکړ چې جاپاني وګړي او نړیوال دې د د غو بټیو څخه د هستوي وړانګو د شتون په هکله ډاډه اوسي ځکه چې دوۍ له زلزې څخه وروسته وار دمخه دا بټۍ درولي دي. داسې اندیښنې وې چې که چیرې د جاپان هستوي بټۍ د سونامي ښکار شي نو ټوله نړۍ به د بیلابیلو ناروغیو له خطر سره مخامخ شي ځکه کله چې وړانګې په هواکې خورې شي نو د باد په واسطه د نړۍ هر ګوډ ته کولای شی چې ورسیږي.
 د دې لپاره چې د هستوي انرژي او وړانګو د زیان په هکله لنډ مالومات ترلاسه کړي نو د خبر په پای کې تفصیل ولولي.


هستوي او یا هم اټومي انرژي د اتوم دهستې څخه د راوتونکو وړانګو لکه الفا، بیتا، او ګاما او یا هم د هستې له انشقاق او اتحاد څخه میځ ته راځي. له دغې انرژي څخه د ژوندانه په بیلابیلو برخو کې کار اخیستل کیدای شي چې ډیره پیژندل شوې کارونه یې له اټومي انرژي څخه د بریښنا په تولید کې ګټه اخیستنه ده. د بریښنا د تولید لپاره د یورانیومو له انشقاق څخه ګټه اخیستل کیږي. د یورانیمو دیوې هستې د انشقاق په پایله کې ۲۰۰ میګا الکټرون ولټه انرژي مینځ ته راځي چې دا کچه د شا او خوا یو ټن سکرو له انرژي سره مساوي ده. ځینې داسې عناصر هم شته چې په طبیعي ډول تجزیه کیږﺉ او چاپیریال ته وړانګې خپروي. هستوي وړانګې د لوړي انرژي لرلو له امله په ټولیزه توګه زیانمنې کونکې وړانګې دي خو کله کله له دې وړانګو څخه مثبت کار هم اخیستل کیدای شي د بیلګې په ډول په طبابت کې د سرطان د درملنې لپاره د ګاما وړانګې کارول کیږي. اوس راځو دې ته که چیرې دا وړانګې په غیر کنټرول شوي ډول چاپیریال ته خورې شي نو څه زیانونه به ولري؟.
هستوي وړانګې آیونایزکونکې دي او کله چې د انسانانو د اوجود ژونکو ته ورسیږي نو د ژونکو اتومونه آیونایز کوي ( له خنثی حالت څخه وځی او په مثبت او منفی آیونونو باندې اوړي چې بیا نو خپل عادی فعالیت نشي کولای) چې د آیونایزیشن په نتیجه کې ژونکې تخریبیږي چې بیا د وخت په تیرودو سره له کار وځی او انسان مري. د ژونکو د تخریب پړاو حالت ته په طبابت کې سرطان وايي. د بیلګې په ډول که یو څوک پینځه ګرامه یورانیم تنفس کړي نو یا مري او یا هم پښتورګي یې د تل لپاره له کاره لویږي. زه نه غواړم چې د وړانګو په فزیکی واحدونو او دقیقو کچو خبرې وکړم خو دومره ویل ضروري ګڼم چې که چیرته په چاپیریال کې له عادي حالت څخه زیاتې وړانګې پیدا شي نو د ژوندیو موجوداتو د مرګ ، اوږدې ناروغۍ (سرطان) او یا هم د مور په نس کې د ماشوم د سؤتشکل لامل ګرځي.