کور / شعر / غــــــــــزل

غــــــــــزل

ســــــترګــــــــې دې بـــلا،بلاکتل کوې
يوځـــــــــــــل په کـتـوکـې خو وژل کوې

داځلــــــــې راوګــــــــــــــوره بېا لاړه شه
څه مــــــــــــــــــې ته فکرونه داجل کوې

ځان مې درته شمعه ځان مې وېلې کړو
لامــــــــــــــــــــې په رڼـآ پســې خـندل کوې

داســـــــــــــــې راته سپېنه،سپېنه وواېه
مـېـنـه کــــــــــــــړې زمــــا اوکه دبل کوې

واک لـرې اختېارلرې سپوږمۍ ېې ته
ځمــــــــــــکه کې اوسېږې که ختل کوې

نــــــــــرم،نرم کېږې څه ترې غواړې ته
ښـکاري خوږېاڼېه چې پرې چل کوې