کور / هستوي فزيک / دجاپان اټومي بټۍ د سړيدونکي سيسټم توضيحات

دجاپان اټومي بټۍ د سړيدونکي سيسټم توضيحات

په یوه هستوي بټۍ کې د یورانیم ۲۳۵ هستو د انشقاق په پایله کې ستره تودوښه تولیدیږﺉ.د ریکټور په مرکزي برخه کې یو ځنځیري هستوي تعامل رامینځ ته کیږي چې بیا دا ځنځیري تعامل د کنټرول میلو په واسطه کنټرولیږي.


په نړۍ کې ډول ډول هستوي بټۍ شته چې پیژندل شوی او ډیر د کار وړ ډول یې تر فشار لاندې اوبو هستوي بټۍ ده چې د دوو کړیو بټۍ هم ورته ویل کیږي او هغه ځکه چې دا ډول بټۍ د اوبو دوه کړیی کاروي. لمړی کړی یې هغه تودې اوبه کاروي چې د هستوي تعامل په پایله کې رامینځ ته شوې دي. دا اوبه د سانتی ګراد تر ۳۰۰ درجو پورې په بخار نه اوړی ځکه چې د دې ابو فشار ډیر لوړ ساتل شوی.


دوهمه کړۍ چې د پرانیستې کړۍ په نامه هم یادیږي د لمړۍ کړۍ د اوبو له تودوښې څخه د تودوښې اړونکی په واسطه خپلې اوبه په بخار اوړي چې دا بخار بیا د بریښنا جنراټور ګرځوي.


بخار د جنراټور له ګروځولو څخه وروسته بیرته په اوبو اوړي چې دا اوبه بیرته یوه پرانیستی سیسټم چې معمولا سیندونه دی ځي.