کور / شعر / غوښن زړه

غوښن زړه

زور په کار دى خو په مينه کښې زور نه شي
د ژوند چارې په طعـــــــــــنه او پيغور نه شي
که هر څو سره ملګري مـــــــــــــــــــرور وي
نښلول خو په ګيله او په شــــــــــور نه شي
دحکمت په ملګرتيا به مشکل حـــــــل شي
ښکلى فکر به په شر سره خپـــــور نه شي
چاچې شمعه د عرفان مغز کښې رڼـــــا کړه
په بېړۍ د جهالت کښې به سپور نه شــي
ښکار او توره خو وتل غواړي بيديـــــــــــــا ته
دواړه کاره خو دننه په کور نه ـــــــــــــــشي
چې حجــــــت او دلايـــــــــل ورسره نـه وي
بې دليله مړه کول خو په تــــــــــور نه شي
هر نسب د پلار له لوري معلوميـــــــــــــــږي
د اجدادو پېژندل خو په مــــــــــــور نه شي
سړه اوسپنه به جوړه شي انګــــــار کښې
د غوښـــــــن زړه سمول خو په اور نه شي
د قلـــــــم څوکه به تېزه حقــــوقــي کـــړي
که افـــغان دبل افغـان سره ورور نه شــــــي