ملي امنیت: سږ کال بهرني ځانمرګي ډير و

اسدالله زړه سواند | مارچ 16th, 2011


د افغانستان د ملی امنیت چارواکو څرګنده کړه چی سږکال په افغانستان کی د تیرو کلونو په پرتله د بهرنیو تروریستانو په ځانګړی توګه د ځان ووژنکو شمیر زیات وو.

د ملی امنیت ویاند چی د چهارشنبی په ورځ یی په کابل کی پدی وروستیو کی د ملی امنیت د کارکوونکو لاسته راوړنی بیانولی وویل، چی دوی ددغه بهرنیو تروریستانو ګن شمیر غړی په چی د بیلا بیلو هیوادو، لکه پاکستان، ایران، ازبکستان، او منځی اسیا وو نیولی هم دی.

د ملی امنیت ویاند همدا راز پدی غونډه کی د بهرنیو تروریستی ډلو د نیولو په دوام د طاهر یلداش د القاعده شبکی، د نورو غړو د نیولو خبر ورکړی

‫د ملی امنیت د لوی ریاست ویاند، لطف الله مشعل د چهارشنبی په ورځ په کابل کی خبریالانو ته وویل، چې ددوی ځواکونو د طاهر یولداش له ډلې سره تړلې ځینې بهرني اتباع نیولی، چې دده په وینا د هیواد په شمال کې په ترورستي فعالیتونو بوخت وو.

د ښاغلي مشعل اشاره هغو اوکرایني او قرغزي وګړو ته وه، چې اوس اوس د ملي امنیت موظفینو لخوا نیول شوي.

‫د ملي امنیت ریاست د خپلو لاس ته راوړنو ترڅنګ د وسله والو طالبانو په لیکو کې اختلافاتو ته هم اشاره وکړه او وې ویل، چې دا اختلافات تر ډیره د سولې د روانو هڅو او د پوځي مقاومت د زیاتیدو له کبله رامنځ ته شوي.

د مشعل په وینا ددوی راپورنه ښیې، چې دا اختلافات تر ډیره د طالب مشرانو او ددوی د جنګیالیو ترمنځ لیدلې کیږي او د طالبانو جنګیالی د مشرانو فرمانونه نه منی.‬

د افغانستان ملي امنیت په داسې وخت کې خپلې لاسته راوړنې وايي چې نن د طالبانو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د نورو کلونو په پرتله سږ ژمی زموږ بریدونه ډیر و او دښمن ته مو درانه تلفات ور اړولي و او اوس مهال هم موږ د دفاع نه بلکې تعرض په حال کې یو.

Copyright Larawbar 2007-2024