د وطن په نامه نوی پښتو ټلویزیوني چینل پرانیستل سو
په داسي حال کې چې په افغانستان کې د مطبوعاتو په ډګر کی د ننګونو سره سره پرمختګ روان دی، د لومړي ځل لپآره په کابل کی د وطن په نامه یوه خصوصی ټلویزیوني چینل په رسمي خپرونو پيل وکړ.
وطن ټلویزیون چی په ورته وخت کی په همدی نامه یوه اف ام راډیو هم ورسره جوختي خپروني کوي دمګړۍ یوازي په پلازمینه کابل کی رڼې خپروني لري.
د وطن ټلویزیون په پرانیستونکي غونډه کی چی د افغانستان نوین په هوټل کی جوړه سوي وه، د ملي شورا غړو، لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو او قومي مشرانو برخه اخیستي وه.
د وطن راډيو ټلویزیون په پرانیسته غونډه کی د ولسي جرګی غړي نیسمی نیازۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت نیوکه وکړه چی پر وینا یی د یو شمیر غیر اخلاقي او افغاني ټولني سره د خلاف خپرونکو ټلویزیوني چینلونو په بندولو او هغوي ته د لازمي توصیې په کولو کی پاتي راغلي.
میرمن نیازۍ د مطبوعاتو په ډګر کی د افغانستان وروستي پرمختګونه وستایل اود وطن راډیو ټلویزیون مشرتابه ته یی توصیه وکړه چی د افغاني دود او دستور او اسلام مبارک دین په رڼا کی خپلي خپروني داسي عیاري کړي چی ټولنه ورته اړتیا لري.
د وطن راډیو ټلویزیون چی د خبري خپرونو تر څنګ تفریحي، ذوقې، اقتصادي او سیاسي خپروني هم لري له څو میاشتو راهیسي په کابل کی آزمایښتي نشرات درلودل.
د دغه ټلویزیون مرستیال بشیر احمد وايي دوي به هیڅ راز فشارونو ته تن ورنه کړي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رسنیو د قانون مطابق به خپلي خپروني پر مخ بیایی.
بشیر احمد هیله وښوده چی په دی برخه کی به په وطن مین ځوانان، لیکوال، شاعران، سیاست وال او ادیبان له دوي سره مرسته کوي.
بشیر احمد وړاندي وویل:
(( د وطن ټلویزیون جوړیدل په اوسنیو شرايطو کې یوه اړتیا وه، مونږ غواړو چی خپلي خپروني اوس په کابل، د وخت په تیریدو د افغانستان نورو ولایتونو او د اسیا تر څنګ اروپا، امریکا او د نړۍ نورو وچو ته هم د سټلایټ له لاري پراخي کړو)).
د نوموړي د وینا له مخی چی دوي په راډيو او ټلویزیون کی داسي په کار پوه کسان په دنده ګمارلي چی د ټولني اوسنیو شرایطو ته په کتو سره به هغه کندې او ژوري په خپلو بحثونو او لید لورو روښانه کړي چی دمګړۍ د شته رسنیو له لاري تر پوښښ لاندي ندي نیول سوي.
د وطن ټلویزیون مرستیال بشر احمد دا هم وویل چي د ټلویزیون د جوړیدو یوه بله موخه دا ده چی پر مټ یی په افغان بډایه کلتور باندي د بهرنیانو د کلتور د ناوړي اغیزي مخه ونیول سي.
دمګړۍ په افغانستان کی څه باندي ۱۵۰ اف ام راډیويی شکبې، شاوخوا ۳۵ ټلویزیوني چینلونه او په سلګونو چاپي رسنۍ په فعالیت بوختي دي.
د یادولو وړ ده چی د وطن ټلویزیون مشرتابه ته د افغانستان د هنرمندانو د ټولني د ریس حیات ګردیزي له لوري ستاین لیک هم ورکړل سو.
ګردیزي وویل چی دغه ستاین لیک یی یی ځکه وطن ټلویزیون ته ورکړی چی په دی لنډه موده کی یی د افغانستان محلي موسیقۍ ته ډير پام کړی او د هغي د ودی لپاره یی له هنرمندانو سره هر اړخیزي مرستي کړي دي.