کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوي كال په مناسبت د سلاكار وزير او پكتيا والي پيغام !

د نوي كال په مناسبت د سلاكار وزير او پكتيا والي پيغام !

د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز كال د رارسيدو له امله ټولو دردمنو ، كړيدلو ،بي وزلو ،  يتيمانو ، كونډو ، او بي وسه هيواد والو ته د زړه له كومي مباركي وايم 


داچي ۱۳۸۹ هجري لمريز كال كي پرمختګونه هم شوي ، لكه د بيا رغاوني ، ښي حكومت داري ، د سولي هڅي او داسي نور خو سره له دي ناورينو ، بدبختيو ، افغان وژني ، او له ستونزو ډك كال هم وو او زمونږ ډيري ميندي او خويندي يي د وير په ټغر كښينولي


ګرانو افغانانو ! زمونږ هيواد او هيوادوال له تيرو ديرشو كلو راهيسي په هر راز كړاوونو درديږي ، هر ښكيلاك خپلي وسلي او زور په خپل وس زمونز پر مظلوم او بيچاره ولس و آزمويه ، او په ټولو چارو كي د مرموزو لاسونو لخوا  لاسوهنه روانه ده  ، هغه مشهوره خبره ده چي كواكي ټول په دي هڅه كي دي تر اوڅو اوبه خړي كړي او د خپل په كټه كبان ونيسي 


د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز كال په مناسبت هيله مو دا ده چي د غه را روان كال په يوه نيك فال ونيسو او دغه كال د ملي پخلايني ،  ملي روغي جوړي ، امن ، سوكالي ، رغوني  ،  بيا رغاوني او په ګران هيواد كي د دايمي سولي او ثبات باعث شي 


خداي دي وكړي چي نور زمونږ  په ګران هيواد كي بهرني لاسوهني بندي شي او جګړي ته د تل لپاره د پاي ټكئ كيښودل شي 


په ځانګړي توګه د پكتيا والو نه غوښتنه مي داده كه مونږ او تاسو و غواړو چي سيمي ته مو رغونه او بيا رغونه راشي ، نو څو ځله مي دا خبره كړي او بيا هم وايم چي يواځينۍ لار يي له دولت سره  مرسته او په سيمه كي امن او سوله ده


د امن په راوستلو كي قومي تړونونه مثبته اغيزه لري ، په دي معني چي په سيمه كي به ښوونځيو او  كلنيكونو ته ودانۍ او سړكونه د تګ او راتګ لپاره جوړ شي .


نو راځۍ يو ځل بيا د هيواد په معاصر تاريخ كي دا ثابته كړو چي پكتيا د هسكو شملو او ميړنوو سيمه ده او دا سيمه دا من كور دي.
 


په پاي كي له ټولو هيواد والو هيله مند يم چي  د غليم په وړاندي سره يو موټي شي او هيچاته دا اجازه مه وركوۍ چي په آرام كور كي مو اور بل كړي او انګړ مو نا آرامه ، خوب  مو نا قراره او ژوند مو برباد كړي.
 


تاسو ټولو ته خوشحاله او سوكاله كال غواړم
ډګر جنرال جمعه خان همدرد


د جمهور ريس سلاكار وزير او د پكتيا والي