کور / تازه خبرونه / نوی زیلانډ سویلي افریکا ته په ماتې ورکولو سیمي فاینل ته ووت

نوی زیلانډ سویلي افریکا ته په ماتې ورکولو سیمي فاینل ته ووت

د کرکټ د نړیوال جام د روانو سیالیو په دریم کوارټر فاینل کې نوی زیلانډ د سویلي افریکا دهیواد لوبډلې ته په نهه څلویښت منډو ماتې ورکړه.
د نوی زیلانډ په ننۍ بریا کې تر ټولو مهم رول د جیکب اورم و چې د نهه څلوېښت منډو ورکولو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول او دوه مهم کیچونه یی هم ونیول.
نوی زیلانډ د پچې په ګټلو لومړی توپ وهنه یا بیټنګ وکړ چې په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره 221 منډې جوړې کړې ، په ځواب کې یی سویلي افریکا ټاکل شوي هدف ته و نه رسیده اود ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یی یوازې 172 منډې جوړې کړی شوې.
نوی زیلانډ به په کولمبو کې په 29 مه نېټه له انګلستان یا هم له سري لانکا سره په منځلوبه یا سیمي فاینل کې مخامخ کیږي.
بل پلو د هند لومړي وزیر من موهن سنګ د پاکستان اولسمشر اصف علی زرداري او لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ته د هند او پاکستان تر منځ د لوبې لیدلو لپاره هند ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
د پاکستان او هند لوبه چې په دیرشمه نیټه به د هند چنډیګړ ته نږدې په موهالي کې ترسره کیږي، سر له اوسه ورته د کرکټ د مینه والو تلوسه ده او د نړیوال جام له نورو لوبو نه یې د خلکو توجه اړولې ده.
د هند د لومړي وزیر دا بلنه د دواړو هیوادونو په سیاسی اړیکو مثبت اغېز شیندلی شي.