په فوکو شیما کې سمندر ته څیرمه اکټیفیټي د لوړیدو په حال کې ده
په فوکو شیما کې سونامي ځپلې هستوي بټیو ته څیرمه په سمندر کې د راډیو اکټیف آیوډین کچه له نورمال حالت څخه ۱۲۵۰ ځله لوړه شوې. د اکټیفیټي دا کچه چې له سمندره څخه ۳۰۰ متره وړاندې اخیستل شوې ده ښيي چې د دې ویره شته چې کیدای شي راډیو اکتيفې وړانګې تر ځمکه لاندې اوبوته هم ورسیږﺉ. خو له هغه ځایه چې د آيوډین نیمایي لږ دی نو د اکتیفیتي اغیزې به تر اتو ورځو وروسته له مینځه ولاړې شي، دې ته ورته دغه آیوډین د تیرې اونۍ په پیل کې د پلازمینې توکیو په اوبو کې چې له فوکوشیما څخه ۲۵۰ کیلومتره لرې ده هم موندل شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې د جاپان حکومت د فوکوشیما له سیمې څخه صادریدونکي خوارکي توکي د تشعشع له اړخه سخت کنټرولوي.
د یادونې وړه ده چې د روانې میاشتې په یولسمه باندې په جاپان کې د زلزلې او سونامي له امله تر اوسه د ۱۰۰۰۰ زرو وګړو مړینه تایید شوې او ۱۷۴۴۰ کسان ورک او ۲۵۰۰۰۰ بې کوره شوي چې د جاپان حکومت د ورانیو د بیارغونې ټول لګښت ۳۰۹ ملیارډه ډالره ښوولی.