کور / تازه خبرونه / په زابل کي د اريبا ټيلفوني شبکې انتن سوځول سوی دی

په زابل کي د اريبا ټيلفوني شبکې انتن سوځول سوی دی

د زابل ولايت د ښاري صفا ولسوالۍ په سيمه کي د کابل کندهار پر لويه لاره  د اريبا ټيلفوني شبکې يو انتن تيره شپه د وسله والو طالبانو له خوا سوځول سوې او د انټن تر څنګ وړوکی ماشين هم سوځول سوی دی ، خو د انتن ساتونکي ته زيان نه دی رسيدلی . په سهيلي لويديځ کي دا څلورم انتن دی چي د طالبانو له خوا له منځه وړل کيږي . لومړي دوه د کندهار په لويديځ کي ، دريم په کندهار ښار او څلورم په زابل کي وسوځول سو او په دې ډول د سيمي ټول اوسيدونکي د ټيلفوني اړيکو له اسانتيا څخه بې برخي سول .