کور / شعر / کامه کې

کامه کې

د غني بابا پر پلونو
ته يوازې جانان ګورې په مسجد او په کعبه کې
زه يې هر طرف ته ګورم په حرم او بتخانه کې
چې دلبر ته خپلو اوښکو نه ډکۍ ترخه جامونه
جانان وينم تر سهاره د سالک په ميخانه کې
اول ځای ورکړه په زړه کې بيا دعوه کوه د مينې
ګنې يار مندلی نه شې د هندو غوندې سجده کې
چې سيرت برابر نه وي په صورت کې کمال نشته
په ظاهر چې سړی شيخ وي خو شيطان وي په پرده کې
ستا د خاورو سره مينه مې ايمان غوندې پخه ده
زما زړه کې اخښکل شوې ده اټکه په کامه کې