کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلی کاویاني : افغانستان فارسي ژبی هېواد نه دی !

ښاغلی کاویاني : افغانستان فارسي ژبی هېواد نه دی !

      
نجم الدین کاویاني ( ۱ ) چې پخوا يي خپل نوم بشپړ لیکه او اوس په لیکنو کې خپل نوم یوازې نجم کاویاني لیکي او د الدین له مرستاړي څخه يي صرف نظر کړی خپله روستۍ لیکنه کې چې د خاوران په ایران پلوه او سیکټاریسي بریښناپاڼه کې د وري میاشتې په لومړۍ نېټه خپره شوې ، د نورو تنګنظرو سیکټاریستو په پلوۍ په ټینګار وايي چې افغانستان یو فارسي ژبی هېواد دی . نوموړی غواړي په دې جمله « نهادهای فرهنگی در ميان کشورهای منطقه از جمله ميان سه کشور فارسی‌زبان همراه بـا پيش‌کش کردن جايزه‌هــای نـوروزی » افغانان معتاد کړي او داسې وځلوي چې دا خبرې منل شوي حقایق دي او د نورو لخوا په لیکل شوي تقدیر کې ګوتې وهل او خبرې کول د بېلتون او اختلافاتو اور ته لمن وهل دي .


دا چې افغانستان از جمله ميان سه کشور فارسی‌زبان په پلپسې ډول ، په هر مناسبت او د هر تنګنظري له خولې راوځي ، د هغې لويي سناریو سرلیک دی چې شا ته يي د مداریانو په پيټار کې یوه نړۍ چلوټې ، توطيي او ویجاړۍ د بلې ورځې لپاره چمتو پرتې دي .


د رسنیو په بازار د سه کشور فارسي زبان ډرامه د اسلامي جمعیت د مشر ربانې په خوله ورګډه شوه. البته ددې خبرې مانا دا نه ده چې ګوندې ددې مفکوري خاوندان یوازې رباني ، جمعیت او نظارشورا دي ، بلکې ددې مفکورې اصلي انځورګران ستمیان ، د کاویاني او شریکباڼو ډله او د هېواد په شمال کې د جهادي ــ سیکټاریستي مافیايي کړیو ګډوله ده چې په ګډه هغه قرصک کې ناڅې چې د بوللې کمپوزیتور يي ایران دی . د اصلي چلوټو او کړنلارو د ترتیب او سمون پټغالی په تهران او قم کې دی ، خو دا اجړاګان يي دلته په پټو سترګو د منلو او پلې کولو لپاره  ژمن دي .


همدا کړۍ وې چې په ګډه يي په ۹۰ یمو کلونو کې کورنۍ جګړه پيل کړه . د افغانستان اردو او اداره يي له منځه یووړه . کابلښار يي لوټې لوټې کړ او په لسګونو زره کابلیان او نور هېوادوال يي ووژل . ددې جګړې د پيل اصلي لاملان چې د شمالټلوالې نور لنډه غر يي پر محور راټول شوي ، همدغه څو تنه خفاشان دي چې تر اوسه چیري په څمڅو کې پټ وو او نن بیا د بل شرارت ، بېلتون او نفاق لپاره قلم په لاس شوي او د نوي بغاوت او اړودوړ لپاره لارې کوڅې لټوي .  


دلته بیا هم د بل هر مناست پشان د ۱۳۹۰ کال پيل ورځ  د همداسې تورو او شومو موخو لپاره کاريږي . د نوي کال ورځ چې د ټولو اریایانو لپاره که  نن هر چیری مېشت دي یوه خوښیځه او دودیځه ده ، خو تنګنظري غواړي چې له دې ورځې څخه د بېلتانه د چړې پتوګه کار واخلي .


د تنګنظرو بله ډله هم چې د نوي کال د پيل په تړاو يي د عربانو په زړه او دماغ برابر زهر وپاشل ، د ایران پلوو پشان د افغانانو او ددې سیمې د وګړو خوښي د شک په سترګه ګوري . دوی ته د افغانانو او سیمې دودونه چې د عربو په بازار برابر نه دي کفر ښکاري . په داسې حال کې چې افغانانو له عربو څخه يوازې د اسلام سپېڅلې دين راخېستی او افغانان ځانته خپله ژبه، کلتور، تاريخ  ، هېواد او ملي پېژند ګلو لري .


د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶ مه ماده کې ویل کیږي « د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. » همدارنګه ددې اساسي قانون په ۲۰ ماده کې راغلي دي  « د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دى. »


که کاویاني او شریکباڼې يي ځان افغانان بولي او د افغانستان اساسي قانون ته چې لويي جرګې تصویب کړی ځانونه ژمن بولي ، نوبیا خبره ښکاره ده چې ملي ژبه پښتو او د دولت په رسمیاتو کې له پښتو سره دري هم ورغاړې ده . افغانستان هیڅکله هم فارسي ژبی هېواد نه و . ژبه د ولسونو ده او په ولسي کچه پښتو د اکثریت افغانانو ژبه ده . دا منم چې دولت او اداره کې پخوا هم فارسي وه او اوس هم فارسي ده او د کرزي په ګډون د دولت لوړپوړي چارواکي د کاویاني او شریکباڼو پشان په دې برخه کې اساسي قانون ته ژمن نه دي او هغه تر پښو لاندې کوي خو دا خبره د دولت په برخه کې ده ، افغان هېواد او افغان ملت هیڅکله هم ځانته فارسي ژبی هېواد او فارسي ژبی ملت نه دی وییلای !


که کاویاني او شریکباڼې يي ووايي چې فارسي د کرزي د جهادي ــ مافیايي او د شمالټلوالې د دولت ژبه ده او په دې توګه ایران ، تاجیکستان او د افغانستان دولتونه دریواړه ( نه د افغانستان هېواد او نه افغان ملت ) فارسي ژبي دي تر یوه بریده يي خبره بېځایه نه ده ، خو دا خبره چې وایی سه کشور فارسي زبان ځکه سمه نه ده چې یوازې د افغانستان دولت فارسې ویونکی او فارسي ته ژمن پاتې شوی ، نه د افغانانو هېواد او نه افغان ملت !


هېواد او ملت یو مفهوم دی ، حکومت او دولت جلا مفهوم .


په نړۍ کې ډېر دا سې ولسونه شته چې ولسې ژبې يي دولتي او رسمي ژبې نه دي پاتې شوي . دا د استعمار میراث دی چې د دولت ژبه دې یو څه او د ملت ژبه دې بل شان وي . فارسي یو مهال په افغانستان ، هند او سیمه کې د حکومتونه ژبه وه خو په سیمه کې له تاجیکو او فارسیانو پرته د نورو قومونو ژبه نه وه او نه ده ، دا ولسونه هر یو ځانته خپله قومي ژبه لري .


موږ نن په ۲۱ مه پيړۍ کې ژوند کوو ، د سیاسي او فرهنګي استعمار ټولې بڼې ناچله او له دوده لویدلې دي . فارسي کېدای شي تاجیکستان کې هم ولسي او هم دولتي ژبه وي ، ځکه تاجیکستان کې تاجیکان اکثریت دي . فارسي ایران کې هم د اکثریت ژبه نه ده . ایران کې هغه کسان چې فارسي يي قومي ژبه ده د هغه هېواد د نفوسو ۴۰ په سلو کې جوړوي او په سلو کې ۶۰ نور ولسونه لکه بلوڅان ، کردان ، اذربایجانیان او نور ځانته خپلې قومي ژبې لري . دا قومونه سره له دې چې فارسي ژبه د دولتي او رسمي ژبې پتوګه مني خو خپلو سیمو کې پخپلو ولسي ژبو د لوست او زده کړې له حق څخه محروم ساتل شوي دي .


خو افغانستان کې خبره په بشپړه توګه بل ډول ده . دلته تاجیکان او هزاره ګان چې فارسي يي قومي ژبه ده د افغاني ټولنې د نفوسو یوازې ۲۰ په سلو کې جوړوي . پښتانه د افغانستان لوی قوم دی او په یوازې ځان دهېواد د نفوسو په سلو کې له ۶۰ زیات جوړوي . نور لږکي هم چې په ازبکي ، بلوڅي ، پشه يي ، نورستاني او په نورو ژبو غږیږي پاتې سلمه بشپړوي . د افغانستان په اساسي قانون کې هم پښتو د لومړۍ ژبې پتوګه تسجیل ده او د لږکیو ژبو ته هم په قانون کې حق ورکړل شوی خو په عمل کې بیا خبره بل ډول ده . دولت د اساسي قانون په خلاف پښتو د لومړۍ ژبې پتوګه په اداره او دولت کې نه دودوي او د پښتو ځای يي هم فارسي ته ورپریښی دی ، په همدې لامل کاویاني خېل افغان دولت فارسي ژبی اعلانوي . . پښتو ژبې سره د افغان دولت د میری مور چلند او خپله د پښتنو غفلت فارسي ژبې زړور کړی چې پر هرڅه منګولې ښخې کړي او دعوه وکړي چې پخوا هم دولتونو یوازې فارسي چلوله او دا دود باید همداسې پاتې شي او څوک چې يي د بدلون هڅه کوي د دوی پر وړاندې د نیوکې او ګواښ لاندې راځی . د بدلون په پلویانو دوی راز راز تورونه تپي . کله ورته فاشیستان وايي ، کله ورته تمامیت خوا وايي او نوې خبره يي دا پیداکړې چې دا کسان د پاکستان جاسوسان دي نور او نور .


بلخوا دغو کسانو ته په بدمستۍ او لیونتوب کې توښه او تودوخه ایران او نور وراچوي . لیکنې او څېړنې ورته ایرانیان کوي ، دوی يي یوازې پخپلو نومونو خپروي . کړنلار او ستراتیژی د بل چا ده ، خو دوی يي په ړندو سترګو مني او پلې کوي يي .


مذهبي توندلارې او دا سیکټاریستي توندلارې چې بېلا بېل لښتي دي په یوه بیاله کې سره یوځای کیږي او دواړه د هېواد او افغانانو جرړې باسي .


دلته غواړم یوه بله خبره راواخلم او هغه دا کله چې په پښتو ژبه او زموږ په ملې حریم شرمښان او دنورو بړیڅان تېری کوي د پښتنو یو زیات شمېر پروفیسوران ، څیړنوالان ، پوهندان ، ډاکټران او نور چوپه خوله ناست وي او په دغسې شیبو کې د ملي حریم د ملاتړ چارې د پښتنو تنکیو او احساساتې ځوانانوته سپاري او خپله له ډګر څخه تښتي !


ایا دا لویه بې ننګي نه ده ؟


اور دې پر داسې پروفیسورۍ ، پوهاندۍ ، ډاکټرۍ او څيړنوالۍ شي چې هغه د خپلې ژبې ، خپل تاریخ او خپل هویت په ملاتړ کې په کار رانه شي !


په داهسې وخت چې ځای د نام او ننګ دی *******   دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار


خوشحال بابا


بلخوا څنګه چې ټول ګاونډي هېوادونه او نړيوال په خپلو هېوادو کې خپلې ملي ژبې کاروي افغانان ولي خپل هېواد کې پښتو د ملي او سراسري ژبې پتوګه ونه کاروي ؟


د افغان ملت هویت په ملي ژبې پښتو سره کیږي .


فارسي د تاجیکستان او ایران د هویت لپاره ښه ښکاري .البته په هېواد کې د نورو لږکیو ایتنیکي ګروپونو د ژبو حق په خپلو خپلو سیمو کې خوندي دی خو د پښتو ژبې حق به د ملي او سراسري ژبې پتوګه ، د افغان ملت د ټولو اتباعو لپاره اجباري وي .


څرګندونې :


( ۱ ) نجم الدین کاویاني د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو او دارالانشا غړی پاتې شوی . د نظارشورا ، اسلامي جمعیت او د هزاره ډلو سره د شمالټلوالې په جوړولو کې يي لویلاس او د ارواښاد ډاکټر نجیب پر ضد يي په کودتا کې ګډون درلود . نوموړي له ډېر پخوا په ګوند کې دننه د نظار شورا او جمعیت لپاره کار کاوه او په شمال کې د سیکټاریستي فعالیتونو د سر سړی شمېرل کېدای شي . څو موده چوپ وو او اوس يي بیا په فعالیت پيل کړی چې همغه سیکټاریستي او ایراني اجندا مخې ته بیايي .


اخځونه :
ــ خاوران بریښناپاڼه
ــ د هېواد اساسي قانون
ــ زما خپل یادښتونه
د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۲۵ مه