د پښتو ژبې د نومياليو شاعرانو او ليكوالو استاد دروېش دراني، ډاكټر عبدالباقي دراني او د اردو ژبې د تكړه شاعر ډاكټر عصمت دراني مور په كوټه كې په حق رسېدلې ده. دوستان كولاى شي په كوټه كې د دوى كور ته د پاتا مراسمو ته ورشي.
دراني تپه
د كوټې هوايي ډګر (ايرپورټ) ته نيژدې، له لوى سړك څخه څنګه ته لومړۍ كوڅه.
دروېش درانى
00923148103179
…………
د لر او بر اداره له درانه شاعر استاد دروېش دراني او د ده د محترمو وروڼو د ارواښادې مور بي بي پر مړينه خواشينې ده، له لوى خداى څخه دې ارواښادې موركۍ ته فردوس جنت غواړو او كورنۍ ته يې د زغم او صبر غوښتنه كوو.
الحکم الله
انا الله انا اليه راجعون
د ګران ورور درويش درانی صاحب او د دوراني کورنی دټولو غړو سره په دې غم کي ځان شريک ګڼم ، د ستر څښتن ( ج ) حضور ته په التجاُ د متوفی لپاره مغفرت غواړم ، او دعا کوم چي الله پاک دې هغې ته فردوس جنت او دوستانو ته جميل صبر نصيب کړي .
باوري
د پښتو ژبې د نومیالي شاعر ښاغلي دروېش دراني د مور بي بي د مړینې خبر مې په لراوبر ویبپاڼه کې ولوست. د دغه ویر له امله ښاغلي دروېش ، د ده د کورنۍ نورو غړو، خپلوانو، خواخوږ و او دوستانو ته د دغه غم د زغم دعا کوو او د سترڅښتن له مهربان دربار څخه د هغه د موربي بي ښادې اروا ته د فردوس جنت دعا کوو.خدای دې پرې ورحمېږي
انالله وانا الیه راجعون
انا الله و انا الیه راجعون
د ګران او پتمن پښتون شاعر او د ده کورنۍ ټولو غړو ته د الله تعالی څخه صبر او جمیل غواړم. زه پخپله د ده سره غمشریک یمه. زه پخپله خو ورتللائ نشمه خو ورور به حتمی وراسته ووم.