کور / سياسي / د كابل حكومت ته د امنيتي چارو د مسئوليت انتقال

د كابل حكومت ته د امنيتي چارو د مسئوليت انتقال

بسم الله الرحمن الرحيم


د حمل درېيمه ۱۳۹۰ –  افغانستان


اشعالګر ځواکونه او د کابل د امريكايي حكومت بې واكه او ذليل چارواكي په دې ورځو كي په دې تبليغاتو بوخت دي چي گواكي د ځينو سيمو د امنيتي چارو مسئوليت د كابل حكومت ته سپارل كېږي او دا د هغي پرېكړي له مخي چي په ليزبون كي د ناټو د غړو هېوادو د مشرانو له لوري شوې وه!! تبليغات داسي وو چي گواكي د كابل حكومت تش په نامه جمهور رئيس به د نوي كال د پيل په مناسبت او د خپلي تاريخي او مهمي وينا په ترڅ كي په دې اړه اعلان كوي!! ځينو داسي انگېرله چي ښايي په دې ورځ به په رښتيا كومه تاريخي او مهمه وينا او كومه ستره خبره واوري!! خو په دغي ورځ ئې مخكنۍ زړې، بې خونده، بې محتوى او تكراري خبري واورېدې، همغه خبري چي يوازي يو بې واكه، په پرديو متكي، له خپل ولس پردى، له خداى غافل او په غلامۍ كي خوښ ئې پر خوله راوړى شي. د وينا محوري ټكي ئې دوه وو: د څلورو ښارونو او درې ولاياتو امنيتي مسئوليت به د سرطان د مياشتي په پاى كي افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل كېږي او دا چي طالبان دي بې گناه خلك نه وژني او مكتبونه دي نه سوزوي!! كه څه هم هر هوښيار افغان ته څرگنده ده چي دا دواړه خبري د دوى د مخكنيو خبرو او ادعاگانو په څېر پوچي او دروغجني دي او موخه ئې د ولس غولول، خو راشئ وگورو چي له كومه پلوه دروغجني دي او ولي هيڅ ارزښت نه لري؟!!


په وينا كي ويل شوي چي د پنجشير، باميان او له سروبي پرته كابل ولاياتو او د هرات، مزار، لښكرگاه او مهترلام ښارونو امنيتي چاري به افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل كېږي!! پوښتنه كوو: آيا د دغو سيمو امنيتي چاري همدا اوس اوس د افغان امنيتي ځواكونو په لاس كي نه دي؟ موږ ته ووايئ: په پنجشير او باميان كي څومره بهرني ځواكونو مېشت دي؟ دا دواړه ولايات خو امريكايانو هغو ډلو ته سپارلي چي تر خپلو فوځيانو پر دوى ډېر حساب كوي، همغه چي پر افغانستان د يرغل په پيل كي دوى د امريكايانو اجير زمكني جنگيالي ول او د همدغه خدمت په بدل كي ئې افغان امنيتي ځواكونه؛ فوځ، پوليس او د امنيت رياست (پخوانى خاد) له دوى جوړ كړ، امريكايان پنجشير او باميان داسي گڼي لكه د افغانستان گوانتانامو، د همدې لپاره ئې تر اوږدې مودې او په بگرام كي د زندان له جوړولو وړاندي خپل بنديان په پنجشير كي ساتل. دا ولايات خو د هغو ډلو په لاس كي دي چي نن هم وايي: د بهرنيو ځواكونو دائمي نظامي اډې د افغانستان په گټه دي، هم ئې مشران دا خبره كوي، هم ئې پخواني او اوسني وزيران او هم ئې واليان!! څوك نه پوهېږي چي په پنجشير او باميان كي د جنگ نشتوالى د دې نښه نه ده چي ولسونه ئې له تاسو كركه نه لري او د اشغالگرانو د حضور دوام خوښوي، وجه ئې دا ده چي دلته بهرني ځواكونه نشته، زه تاسو ته چلنج دركوم چي راشئ يو ځل دا هم وآزمويئ چي دغو سيمو ته خپل فوځونه ولېږئ او وگورئ چي له دې سيمو هم د نورو په څېر د بريدونو خبرونه او د خپلو سرتېرو تابوتونه ترلاسه كوئ كه نه!!


موږ ته ووايئ: د سرطان په پاى كي به د دغو ولاياتو او ښارونو په امنيتي حالت كي څه تبديلي راځي؟ له دې سيمو به څومره بهرني ځواكونه وځي؟ اوس خو دلته نه فوځي اډې شته او نه بهرني مسلح قطعات او نه ئې امنيت د بهرنيو ځواكونو په لاس كي دئ، واك او امنيت ئې د هغو ډلو په لاس كي دئ چي د دوى تر خپلو فوځيانو هم زيات امريكايانو ته تابع او خاضع دي او د هغوى د گټو لپاره د خپل غيرت، مذهب، ولس او وطن خرڅولو، ورانولو او وژلو ته چمتو دي، نو د امنيت د انتقال معنى او تعبير څه دئ؟ ځان غولوئ، كه افغانان كه نړۍ وال؟!! آيا د دې معنى دا ده چي د بگرام نظامي اډه به تخليه شي؟! د كابل په ښار كي مېشت بهرني قطعات به ووځي؟! بهرني امنيتي شركتونه به وتړل شي؟! د كابل د فضا او زمكي اداره او كنټرول به تاسو ته انتقال شي؟! كه له دې كارونو ځني يو هم نشي كېدى چي يقيناً نه به كېږي، نه تاسو دا طمع او اراده لرئ او نه هوښيار افغانان دا گمان كوي او نه بهرني ځواكونه دا تصميم لري!! نو موږ ته ووايئ چي د كابل كوم امنيتي مسئوليت به تاسو ته سپارل كېږي؟ د دې بې محتوى اعلان موخه له دې پرته بل څه نه دي چي جنگ غوښتونكي امريكايي جنرالان غواړي خپل ستړي، ستومانه او بې روحيې فوځيان او د بې گټي او ناكامي جگړي پر دوام اعتراض كوونكي امريكايان اغفال كړي او په هغوى كي دا كاذبه طمع راولاړه كړي چي ښايي جنگ به وگټي او د كابل لاس پوڅى حكومت به د دې جوگه شي چي د هېواد امنيتي چاري سمبال كړي او د بهرنيو ځواكونو وتلو ته لار آواره شي، بايد لږ نور صبر وكړي او دغو جنرالانو ته لږ نور فرصت وركړي چي دا جگړه پر مخ بوځي او تر هغه ئې جاري وساتي چي خپلو موخو ته ورسېږي!! د امريكا ولس ته وايو: دا جنرالان تاسو ته دروغ وايي، دا جگړه په هيڅ توگه او هيڅكله نشي گټلى، د جگړي دوام تاسو ته له دې پرته هيڅ گټه نه رسوي چي لازيات تابوتونه له افغانستان انتقال كړئ، نور مالي او ځاني تلفات وگالئ، په ملياردونو ډالر مو د همدغو جنرالانو او د دوى غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي ولوېږي او لازيات بې گناه افغانان ستاسو په لاس په خپلو وينو كي ورغړي، ستاسو د فوځيانو ټول كمال او غيرت دا دئ چي پر كليو او كورونو راكټي او بمونه ووروي او مظلوم، بې دفاع او بې گناه افغانان ووژني، د دوى ټولي هغه ادعاگاني پوچي، بې بنسټه او د حقيقت خلاف دي چي وايي: نن مو دومره مسلح مخالفين ووژل او پرون دومره!! هو؛ همدومره او تر دې ډېر زيات وژني خو دا ټول عادي افغانان دي نه مجاهدين، مجاهدين نه په جبهه يي جنگ بوخت دي چي دوى ئې په بمباريو سره ووژني، نه څرگند مراكز لري چي دوى بمونه پرې ووروي، او نه ئې دوى پېژني، دوى په خپلو بمباريو او د بې پيلوټه طيارو په راكټو سره په زرو وژل شوو كي يو مجاهد هم نه دئ وژلى!! په هرو زرو وژل شوو كي نه سوه نه نوي ئې عام وگړي وي!!


امريكايانو ته وايو: دا جگړه په هيڅ توگه نشئ گټلى، مجاهدينو ته ماتې نشئ وركولى، له وتلو پرته بله چاره نه لرئ، په دغو غلطو خبرو مه ځان غولوئ او مه نور چي مخالفين درته تسليم شول يا به تسليم شي، هغه چي تاسو ته تسليمېږي مجاهدين نه دي، جعلي نومونه او څېرې دي چي ستاسو د استخباراتي كړيو له لوري استخدام شوي چي د دوى په نامه ډالر ترلاسه كړي، لكه هغه د كويټي دوكاندار چي تاسو ته د طالبانو دوهم مشر ښودل شوى وو، د ده په نامه ئې ډالر ترلاسه كړل او غائب شو!! كه تاسو د طالبانو مشران نه پېژنئ نو نور مجاهدين به څنگه وپېژنئ، تاسو د لسو داسي مخالفينو نومونه نشئ اخيستلى چي له وړاندي ئې له تاسو سره نومونه ثبت وو او اوس تاسو ته تسليم شوي. په دې پوه شئ چي داسي افغاني فوځ او پوليس نشئ جوړولى چي ستاسو له وتلو وروسته دا هېواد ستاسو په گټه اداره كړي او د لاس پوڅي حكومت دوام او بقا تضمين كړى شي، دا فوځ او پوليس همغه دئ چي تر تاسو وړاندي روسانو آزمويلى، تاسو يوازي د هغوى دريشي وربدله كړې، هم ئې شمېر تر نن زيات وو او هم ئې وسائل، ستاسو تر راتلو وړاندي روسانو هغه څلور لكه فوځ او مليشو ته معاش وركاوو چي د شمالي ائتلاف تر نامه لاندي جنگېدل، تاسو همغه فوځ او مليشې استخدام كړې، له دوى مو تر نن پوري د دې شمېر نيمايي راغونډ او نوې دريشي او يونيفورم مو وركړى، كه دوى روسانو ته كومه گټه ونه رسوله نو تاسو ته ئې هم نشي رسولى!! آيا د دې جگړي مخكنۍ ناكامي او ترخې تجربې درته كافي نه دي؟ ستاسو د اعلان شوو ارقامو له مخي تر نن پوري په دې جگړي كي ستاسو لاس ته راوړني دا وې: يو نيم زر مړي، تر پنځلس زره زيات ټپيان، او شاوخوا يو نيم ټريليون مالي لگښت؟!! ووايئ: د دې ټولو مالي او ځاني تلفاتو په نتيجه كي مو له سپكاوي، په ټولي نړۍ كي بې اعتباره كېدو او د نړۍ والو له  ورځ تر بلي زياتېدونكې كركي او نفرت پرته بل څه ترلاسه كړي؟   


او دا چي امريكايان د كابل د تش په نامه جمهور رئيس په خوله دا خبره كوي چي مخالفين دي عام وگړي نه وژني او مكتبونه دي نه سوزوي!! بايد ووايو: د داسي دروغجنو تبليغاتو ماهيت افغانانو ته په بشپړه توگه او لا څو كاله وړاندي جوت شوى، افغانان پوهېږي چي ټولي ډل وژني د بهرنيو بې رحمو ځواكونو په لاس ترسره كېږي، كه دا پر كليو، كورونو، ښارونو، جوماتونو او مدرسو د بمباريو له كبله دي، كه له ډرون طيارو د راكټو ورولو له كبله او كه د چاودنو له كبله، كه دا په افغانستان كي وي او كه په پاكستان كي، هغه څوك به ډېر احمق او بې خبره وي چي دا چاودني او عام وژني مجاهدينو ته منسوبوي او يا دا ادعاء مني چي د دغو پېښو تر شا د مجاهدينو لاس دئ، هر افغان پوهېږي چي دا عام وژني يا د بهرنيو ځواكونو كار دئ، يا د بليك واټر په څېر د دوى د استخباراتي كړيو او يا د ملي امنيت رياست چي نن د امريكايانو بليك واټر ترې جوړ شوى او پرون د كي جي بي په خدمت كي وو او د وطنپالو افغانانو وژل ئې اصلي دنده وه. څوك نه پوهېږي چي د افغانستان په گوټ گوټ كي؛ مخصوصاً شمال كي د علماوو، جهادي شخصيتونو، او قومي مشرانو وژني د همدغو جواسيسو په لاس ترسره كېږي؟!! تاسو خو هوښيار افغانان په دې نشئ غولولى چي د خلكو د تجمع په ځاى كي چاودنه وكړئ او بيا هغې ته د خودكش حملې نوم وركړئ، مكتبونه او كلينيكونه وسوزوئ، نجوني مسمومي كړئ او طالبانو ته ئې منسوب كړئ!! زموږ مؤمن ملت پوهېږي چي هيڅ باايمانه مجاهد داسي جنايت نه كوي، كه احياناً د دولت د مخالفينو په ليكو كي څوك داسي كار وكړي نو يقيناً چي دا كس به د سي آى اې او بليك واټر په څېر د دوى د استخباراتي شبكو له لوري استخدام شوى وي. موږ هر هغه عمل په كلكه غندو او عاملين ئې جانيان گڼو چي په ترڅ كي ئې بې گناه افغانان وژل كېږي، د دې تصور هم نشو كولى چي يو مسلمان به په جومات او مدرسې كي او هغه هم د لمانځه پر مهال چاودنه وكړي، مكتب به وسوزوي او نجوني به مسمومي كړي، داسي ستر جنايت يوازي د پرديو بې ايمانه جاسوسان كولى شي.


له دې فرصت نه په استفادې سره افغان ځوانانو ته دا پيغام لرم چي د مصر، تونس، يمن او نورو اسلامي هېوادو تر غيرتي ځوانانو وروسته مه پاته كېږي، ستاسو مؤمنو پلرونو او مجاهدو وروڼو د كمونيزم بُت مات مات كړ، راشئ دا افتخار تاسو وگټئ چي د ناولې نظامي ديموكراسۍ كرغېړن او په وينو سور څلي ستاسو په لاس رانسكور شي، ستاسو سرلوړى ملت د اسلامي امت د سر تاج دئ، د تېري پېړۍ دوه ستر زبرځواكونه د دوى په لاس مات شول، او دا دئ د يوويشتمي پېړۍ وحشي زبرځواك هم د دوى په وړاندي په گونډو شوى او له همغه برخليك سره د مخامخېدو په حال كي دئ چي بريتانيا او شوروي اتحاد ورسره مخامخ شول. راشئ له ټولو پوهنتونونو د آزادۍ د پاڅون ميدانونه او سنگرونه جوړ كړئ، دنيا ته په جگ غږ او لوړ سر اعلان كړئ چي افغان ځوانان د خپل ملت په څنگ كي ودرېږي، نور د مظلومو افغانانو بې رحمانه وژني نشي زغملى او ساكت نشي پاته كېدى، د خپل هېواد آزادي، د ټولو اشغالگرو ځواكونو فوري وتل او د مزدور او پردي پال رژيم نسكورېدا غواړي. له مؤمنو او غيرتي افغان ځوانانو مي انتظار همدا دئ او إن شاء الله دا انتظار به ترسره كېږي.