و ، نه و ، يو باچا و
وو نه وو زموږ يو پاچا و چې نوم يې حامد و ، او په يوې ډېرې نازولې کورنۍ کې زېږېدلی و ، نو ځکه يې خپلو خپلوانو له نازه حامد جان باله ، حامد جان په بخت ډېر بيداره و ، په ملک کې يودم اړو، دوړ شو زموږ ماماګانو چې هر څه اخوا دېخوا وليدل بس تر حامد جان پرته يې پر بل چا سترګې خوږې نشوې ،که څه هم د حامد جان عمر او تجربه ددې نه وه ، خو بيا هم ماماګانو تر لاس راونيوه او کابل کې يې د سلطنت پر تخت کښيناوه ، د حامد جان اووه ، اته مشران وروڼه هم ول ، خو هغوی لږ خوشک او ترخه ول نو ځکه ماماګانو پداسې نازکو او ترينګلو حالاتو کې نه غوښتل چې يو زيږ ،خوشک ،قاطع او په اصطلاح تر دوی هوښيار خوری رامخکې کړي ځکه چې بيا يې په خړو اوبو کې د ماماګانو کبان ليدلای شول ، د کابل سلطنت نه و ، د حامد جان خوارکي له پاره سم مصيبت و ، په ځوانه ، ځوانۍ کې يې د سر ويښتان داسې شول لکه خزان چې ونې څنډ وهي ، بونډۍ ږيره يې هم په يوه مخ داسې تکه سپينه شوه لکه يو ژرنده ګړی چې ژرند ه کې ناست وي ٠
کم غمونه خو نه ول ، اوس يې هم افرين شه ، يو خوا ميرني وروڼه بل خوا بهرني دښمنان او بل خوا د لستوڼي ماران او ماماګان٠
کله به يې چې د کوم مظلوم د قتل او قتال او يا د کوم چور چپاول خبر واورېد او بيا به يې تر خپلې زنې لاندې قاتل او مجرم نشو رانيولای نو دومره به يې وژړل چې دحاضر باشانو په لاسونو کې به زياتي دستمالونه خلاص شول ٠ خدای د زړونو مالک دی ، سړی نه شي ويلای چې زموږ پاچا به په رښتيا په مقتول پسې اوښکې تويولې او که په خپلې بېوسۍ شک د ايمان تاوان دی٠
له ورځو يوه ورځ وه نوی کال راروان و او ١٣٨٩ کال پر ١٣٩٠ بدلېده چې زموږ د ګاونډي ملک پاچا احمدي نژاد زموږ زړه سواندي پاچا حامد جان ته بلنه ورکړه تر څو تهران ته لاړ شي او د نوي کال د نوروز ميله د نورو پاړسي ژبو پاچايانو سره يو ځای په پاړسي ولمانځي ، که څه هم پاړسي زموږ وطن کې د اکثريت ژبه نه بلکې په اقليت کې د اقليت ژبه وه ، د احمد خان بابا لږ راوروسته زموږ ځينو بې ايمانه پاچايانو د خپل هوس په خاطر د فارس حوري په دربار راننويستې او خپل هويت يې پرې بايلود، هو رښتيا کيسه مې د نوروز کوله، زموږ پاچا د فارس د پاچا بلنه ومنله او د نو روز مېله يې په فارس کې ښه په خوند ولمانځله ، يوه ورځ نيمه وروسته زموږ پاچا بېرته کابل ته راورسيد ، له هوايي ډګره تر ارګه خپل کورته په څرخکه کې راغلو ، په دروازه کې يې خپل ايکي يو ، شپږکلن زوی ميروس جان کرزی ښه ښکل کړ بيا يې خپل ځيګر پورې ښه جوخت ونيوه او بيا يې حاضر باش ته امر وکړ چې: هله ميروس جان ته د احمدي نژاد ټولې تحفې راواخله ، وايي شپه تېره شوه سبا شو پاچا لاړ او پر تخت کښيناست چې يو شمېر سپين ږيري او سپين سرې پښتنې مېرمنې يې ليدلو ته راغلې ، پاچا په ډېر ادب د ځينو سپين ږيرو لاسونه ښکل کړل او بيا يې وويل : ډېر ښه راغلاست امر کوئ څه خدمت وکړم ،يوې پښتنې مېرمنې خپل پلو لږ پورته کړ او د خپل لس کلن لمسي عکس يې پاچا ته ورښکا ر ه کړ او بيا يې ورته وويل : دا ماشوم ګورئ دا زما د لور زوی يو کلن و چې خپلې مور او پلار سره ايران ته ولاړ هلته ايراني مکتب کې و ، دا يو کال وشو چې د ايران حکومت په زندان کې اچولی او اوس يې پرې د اعدام حکم خيجولی ، د سپين سرې پښتنې مېرمنې ددې خبرو سره سم ټولو پخپلو لاسونو کې د خپلو بچيانو عکسونه ونيول او پاچا ته يې وويل : دا وګوره ټول د پنځلوسو او شپاړسو کلونو، نه د کم عمر دي ماشوم د نړۍ په کوم قانون کې غرغره او اعدام شوی، دې ټولو باندې د اعدام حکم صادر شوی ٠ په همدې کې څو مېرمنو چغې کړې يوې ويل : د ايران حکومت تېره مياشت زما ديارلس کلن بې ګنا زوی اعدام کړ زه يې فقط مړی غواړم ، بلې مېرمنې هم همداسې ويل او بلې او بلې مېرمنې هم ، د پاچا سترګې هم ډکې شوې ، منشي ژر خپل دستمال ورکړ او ورته يې وويل : هو صيب دا وخت پنځه زره بېګنا افغانان په ايران کې بنديان دي او په دوه سوه پنځوسو تنو يې د اعدام حکم صادر شوی او زموږ د معلوماتو له مخې دا ټول بنديان په هماغه ځای کې اعداميږي چېرې چې احمدي نژاد موږ ته د ملمستيا له پاره ځای جوړ کړی و٠