تازه خبر :پنځه امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 31st, 2011


د امریکا ( کې . ټی . وي . یُو ) رسنۍ لیکی چی وړمه ورځ یو امریکایی پوځي طالبانو وویشت او ویې واژه .
یوه بله امریکایی خبری شبکه ( ۱۱ ـ الایو ـ ایچ . ډي ) د کلیفورنیا څخه د یو وژل سوي عسکر د پلار له قوله لیکی چی څلور امریکایی پوځیان هغه مهال طالبانو ووژل چی کمین یې ورته نیولی و .
خبر زیاتوی چی په دې حمله کی درې نور پوځیان ټپیان سوي دي . خو د پیښی دقیق ځای او نېټه یې و نه ښودل . پنتاګون تر اوسه لا په دې هکله څه نه دي ویلی .
په دې سره په مارچ کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۲۸ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024