کور / هستوي فزيک / دجاپان هستوي بټۍ غمیزه اودسرطان ناروغۍ

دجاپان هستوي بټۍ غمیزه اودسرطان ناروغۍ


: دجرمني هیواد، نیټه :  ‏2011‏/03‏/29 
 
سریزه :



د روانې میاشتې په یوولسمه نیټه په جاپان کې د زلزلې او سونامي پېښوله امله دفوکوشیماشپږهستوي بټیوته دومره  زیان ورسید چې په پایله کې چاپېریال په رادیواکټیوایزوټوپونوککړشو.  دفوکوشیما هستوي بټۍ  ته  دخوټیدونکې اوبوبټۍ ویل کیږي . دهستوي بټۍ په مرکزي برخه کې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش 235U  چاودیدونکي سونګ مواد  Nuclear fuel اوهمدارنګه دځنځیري هستوي تعامل په کړنلاره کی تولیدشوي رادیواکټیوایزوټوپونه شته دي چې دڅیرکونیم الیاژ zirconium نلونوپه منځ کې تړلي اوخوندي ساتل کیږي . چاودیدونکي سونګ مواداودڅیرکونیم الیاژ په ګډه سره دسونګ میلو  fuel rods   په نوم یادیږي . دهستې مرکزي برخه عبارت دی له هستوي سونګ موادجمع  دسونګ ټولې میلې چې شمیر یې دڅلورسوووڅخه اوړي . دسونګ میلې دبهیدونکو اوبویوه تړل شوي سیستم په مرسته تل سړې ساتل کیږی .خوکله چې د سړیدونکو اوبو د پمپولو سیسټم له کاره ولویږي نو دهستوي بټۍ په مرکزي برخه کې دتودوخی درجه په بې ساري ډول پورته ځي . داځکه چې  که څه هم  هستوي بټۍ کارنه کوي یانې دبورون کترول کوونکې میلې دبټۍ منځ ته ورننوتلې دي ، خودیورانیوم په چاودنه کې پخواتولید شوې رادیواکټیوپاتې شونې spent fuel پرلپسې تجزیه کیږي . په پایله کې ډیرلوړحرارت منځ  ته راځي . دبیلګې په توګه ، شمیرنې ښيي چې دفوکوشیما هستوي بټۍ تودوخي دومره لوړدی  لکه چې یوزربرقي منقلونه شپه اوورځ بل وي . همدالامل دی چې  دهستوي بټۍ په مرکز ي برخه کې   دzirconium   ځینې نلونه  ویلې کیږي اودمنځ څخه یې رادیواکټیوایزوټوپونه چاپېریال ته ازادکیږي   .  دڅیرکونیم الیاژدویلې کیدنې تودوخې درجه  لږڅه  2000 °C  په شاوخواکې ده.


  هغه رادیواکټیوموادچې لاتراوسه  دفوکوشیماهستوي بټیوڅخه چاپېریال ته ازادشوي دي ، دروغتیاپه  تړاودسرطان ناروغۍ لامل کیدای شي . دبېلګې په توګه لکه ایودین ، سټرونسیم ، ګسینون ګاز،سیزیم اوداسې نوردیادولووړدي .  


ایودین iodine-131 :


کله چې یوه هستوي بټۍ په عادي حالت کې کارکوي  نود ایودین رادیواکټیو ایزوټوپ   J-131 دسونګ میلوپه منځ برخه کې تل  شتون لري . داځکه چې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش په چاودنه کې د ایودین  رادیواکټیو ایزوټوپ  منځ ته راځي . خوکله چې دهستوي بټۍ مرکزي برخه  تخریب شي نوپه لومړي ګام کې ایودین  اتموسفیرته ازادکیږي  .  که چېرته په همدې ترځ کې باران ووریږی نودځمکې پرمخ نباتات ،دسمندر اوبه ،دځمکې لاندې اوبه  اونورخوراکي موادپه رادیواکټیوایودین ککړکیږي   . وروسته له هغه رادیو اکټیو ایودین دخوراکي موادو په تیره بیالکه ماهی ، دڅښاک اوبه اودحیواناتو شودې  له لارې   بدن ته ننوځی اولکه دنارمل ایودین په ډول دتائیرایدپه غده کې جذب کیږي . دتائیرایدغده هره ورځ په ټاکلی مقدارایودین مالګې ته اړتیالري ترڅووکولای شي  چې هارمونونه تولیدکړي . بلخواد تائیراید غده   درادیواکټیو او نارادیواکټیو ایودین ترمنځ توپیرنه شي کولای، داځکه چې دمیتابالیزم کړنلاره ددواړوایودین عنصرونولپاره  یوشان ترسره کیږي . څرنګه چې رادیواکټیوایودین دبیتاوړانګې خپروي نودتائیرایدنسجونه  پرلپسې په الکترونوویشتل کیږي . درادیواکټیوایودین بیالوژیکي نیمايي وخت  لږڅه اتیاورځې  اټکل کیږي . په دې ماناچې داتیاورځوڅخه وروسته  درادیواکټیوایودین نیمیايی برخه دبدن څخه بهرته وځي اونیمايي برخه یې  په تائیرایدغده کې لاپاتې کیږي  . درادیواکټیوایودین فزیکي نیمايي وخت اته ورځې دی . په دې ماناچې وروسته له نوموړې مودې څخه  دلومړي وخت رادیواکټیواتومونوڅخه نیمايې پاتې کیږي   اونیمايي یې په مستقرواتومونواوړي  . ګڼ شمیرڅیړنې  په ډاګه کوي چې رادیواکټیوایودین په تیره بیاپه کوچنیانواوتنکیوځوانانوکې دتائیرایدسرطان منځ ته راولي .  دسرطان ناروغۍ دمخنیوي په موخه  کیدای شی چې مخ ترمخه اوداړتیاپه وخت  کې  عام ولس ته دپوتاشیم ایودین ګولی ورکړل شي  ترڅودرادیواکټیوایودین  جذب کیدنه په ټپه  ودریږي . بلخوابایدپه پام کې ونیول شي چې دډیرزیات ایودین جذب کیدنه  دتائیرایددنده خوراچټکه کوي چې دروغتیاپه تړاوضررمن کیدای شي . 
 


سیزیم Caesium-137 :


سیزیم یورادیوکټیوایزوټوپ دی چې دګاماوړانګې خپروي اودیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش په چاودنه کې تولیدکیږي . په عادي حالت کې دسونګ موادودمیلې په منځ برخه کې شتون لري . کله چې دهستوي بټۍ مرکزي برخه لیک یانیمګړتیاپیداکړي اویاتخریب شي نوسیزیم اتموسفیرته ازادکیږي  اوچاپېریال ککړکوي . په تیره بیا په غرنيو مرخیړیوکې دسیزیم   ډیرمقدارجذب کیږي . کله چې خوګ اویاغرڅنی غرني مرخیړي وخوري نودغوښې دخوراک له لاری دانسان بدن  ته هم دسیزیم رادیواکټیوایزوټوپ ننوځی . که څه هم بدن سیزیم ته اړتیانه لري خوخواص یې دپوتاشیم سره ډیرورته دي . همدالامل دی چې دمعدی سیستم څخه جذب کیږي . په پایله کې دبدن په عضلاتوکې ځای نیسي . دسیزیم فزیکي نیمایي وخت لږڅه دیرش کاله دی اوبیالوژیکي نیمايي وخت یې  یوسلولس ورځي اټکل کیږي . 


سټرونسیم  Strontium-90 :


سټرونسیم یورادیوکټیوایزوټوپ دی چې دبیتاوړانګې خپروي اودیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش په چاودنه کې دسونګ میلې په منځ برخه کې  تولیدکیږي . څرنګه چې سټرونسیم (Sr-90)     د کلسیم سره ډیرورته دی نودبدن څخه جذب کیږي ،خولږڅه اتیاپه سل برخه یې بیرته دبدنه څخه وځي . یوازې یوپه سل برخه یې په هډوکوکې ځای نیسي . فزیکي نیمايي وخت یې لږڅه نهه ویشت کاله اوبیالوژیکي نیمايي وخت یې پینځوس کاله دی . سټرونسیم دهستې څخه ګړندی الکترونونه خپروي اوله دې کبله په نږدې حجروکې دموتیشن لامل ګرځي . په پایله کې دوینې سرطان یانې لوکیمیااودهډوکوتومورونه منځ ته راځي . 


پلوتونیم  Plutonium-240


پلوتونیم ډیرزهرجن اوخطرناک رادیواکټیوایزوټوپ دی چې دالفاوړانګې خپروي . که یومایکروګرام پلوتونیم په بدن کې جذب شي نودسرطان ناروغی لامل کیدای شي . نوموړې ایزوټوپ په ینه ، هډوکو اولمفاوي غدوکې جذب کیږي . که چېرته دپلوتونیم کوچني میده بڅرکې سږي ته ننوځی نودسرطان ناروغۍ خطرډیرزیات دی . دپلوتونیم  Pu-240   ایزوټوپ فزیکي نیمايي وخت شپږزره کاله دی . په هډوکوکې دپلوتونیم نیمايي وخت پینځوس کاله اوپه ینه کې شل کاله اټکل کیږي . 


کسینون  Xenon-135/133


کسینون یوسلوپینځه دیرش 135Xe اویوسلودری دیرش  133Xe   رادیوکټیوایزوټوپونه دي چې دبیتاوړانګې خپروي اودنهوساعتونوڅخه وروسته په سیزیم ایزوټوپ تجزیه کیږي .  نوموړی نجیبه ګازدیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش په چاودنه کې دسونګ میلې په منځ برخه کې  تولیدکیږي . که دتنفس له لارې سږي ته ورسږي نوکیدای شي چې دسږي سرطان لامل وګرځي اویادسږي دنده نېمګړ ې کړي . 
 


په ۱- جدول کې دروغتيا په تړاودلوړې او ټيټې کچې اغېز من ډوزکلينيکي اغېز ې اوناروغۍ بيان شوې دي . کله چې  ايونايزوونکې وړانگې په بدن ولگيږي، نوپه لومړيو پينځو نه تر پينځه لسو دقيقو په  موده کې، لومړنۍ اغېز ې لکه لوستل (استفراق)، خواه بديدل، دبدن حجروڅخه داوبو ضايع کېدل، خولې کېدل او نورپيل کيږي . په نوموړي جدول کې دوړانگو ناروغۍ کلينيکی اغېز ې دانرژي ډوز داندازې سره سم ښوول شوې دي کله چې ټول بدن ته په يوه وارسره ورسيږي . 





























دوړانگواغېز من ډوزاندازه دوړانگوناروغۍ کلينيکې سېمپتومونه یا نښانې
دصفرنه تردوه سوه ملي سيورتهپورې

(0-200 mSv)

دژوندپه اوږدوکې ددې احتمال شته دی چې وروستۍ پېښې لکه سرطان او جنېتيک اوسوماتيک موتېشن منځته را شي . دموتېشن بيالوژيکې اغېز ې په لومړي وخت کې ثبوت کېدای شي
ددوه سوه ملي سيورت نه تر

پينځه سوه ملي سيورت پورې


(200-500 mSv)

 کلينيکې سېمپتومونه سمدلاسه نشي پيژندل کېدای

خو په کروموزومو کې د موتېشن بيالوژيکې اغېز ې ثبوت کېدای شي . د وينې په جوړښت کې بدلون لکه د لیمفوڅوتواونیوتروفيل کمښت اودوروستی ناوړه پېښو احتمال پورته ځي 

د نيم سيورت څخه تر يوه سيورت پورې

(0,5-1 Sv)

ددوې نه تر درې اونۍ وروسته دوينې په جوړښت کې بدلون، لږ څه دپوستکي سوروالی، خواگرزيدنه، لوستل (استفراق) ، په وينه کې دسپينوکروياتوشمېرکمښت،  ستوماني، کمزورتيا  
ديوسيورت نه تر دوه سيورت پورې

(1-2 Sv)

په وينه کې د سپينو او هم سروکروياتو شمېر  په لوړه کچه کمښت مومي اودبيرته رغونې  کړنلاره يې ډېر وخت نيسي دهډوکو په مازغوکې ناوړه اغېز ې، لوستل (استفراق) ، خواگرزيدنه، په زياته کچه دځان کمزورتیا اوپه سلو کې شل  مړينه، دسترگو دليد کمښت (Cataract)   ، دسروکروياتوکمښت anemia  ، دوينې سرطان، دکوچنيانو د هډوکوپه ټپه  ستريدل اودسرکوپړی  کوچنيوالی Microcephaly 
ددوه نه تر څلور سيورت پورې

(2-4 Sv)

ددريونه تر پينځه ورخې وروسته دوينې په جوړښت کې ډېر بدلون، لوستل (استفراق) ، خوا بدي، نس ناسته (احسال)، دستونی درد، درنگ سپينوالی، دوزن بايلل،  دروغتيا په تړاو زياته کمزورتيا، دساري ناروغيو زياتوالی، دېرش نه تر پينځوسپه سلو کې مړينه
دڅلورونه تر شپږسيورت پورې

(4-6 Sv)

د اوښتانو تويدل ،د اشتها کمښت ،په پوستکی کې سره رنگه خالونه منځته راځي داځکه چې ترپوستکي لاندې رگونه چوي  اووینه د باندې راوځي، تبه لرل، د ستوني التهاب،   لوستل ، خوا بدي، نس ناسته (احسال)،  دوينې په جوړښت کې ډېر بدلون، د هاضمې سيستم خرابوالۍ، دساري ناروغيو زياتوالی، دوينې استفراق ، د پينځوس نه ډېر په سلو کې مړينه
د شپږ نه تر اته سيورت پورې

( 6-8 Sv )

پاس يادشوي سيمپتومونه نور هم پياوړي کيږی او د دېرشو ورځو څخه  وروسته سل په سل کې مړينه .
 

۱- جدول : دوړانگو کلينيکي نښې يانې سيمپتومونه (Clinical symptoms) د انرژي ډوزپه تابع سره ښوول شوي دي کله چې په يوه وار او دکم وخت لپا ره د يوچاټول بدن ته دنیم سیورت څخه تر اته سيورت   (0,5-8 Sv)  پورې وړانگې ورسيږي . 


که چېر ته ديوچا ټول بدن په يووار سره دوړانگو په څلورنيم گرې(4,5 Gy)   رڼا شي، نو پا يله يې داسې اټکل کیږي، چې  پينځوس په سل کې 50%  رڼا شوي کسان به ،ددېرشو ورځو         30 days  په موده کې مړه شي . نوموړی مطلب د يوه رياضي لنډ فرمول په مرسته داسې ليکل کیږي  (Letal dosis = LD50/30)  . 
 
 


دهستوي وړانګوداندازه کولولپاره لاندې واحدونه کارول کیږي :


۱-  ګرې Gray :-  ګرې دیوه انګریزرادیوبیولو‌‌ژي کارپوه نوم دی او دانرژي ډوزDose = D    واحددنوموړي په ویاړنومول شوی دی . دګرې لنډیز په Gy سره کیږي .  کله چې دیوې رادیواکټیوسرچینې څخه هستوي وړانګې خپرې شي اوپه یوه ماده باندې ولګیږي اوهلته یوژول انرژي په یوکیلوګرام کتله کې جذب شي نویوګرې ترلاسه کیږي .


 Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


۱- شکل :- دیوګرې Gy  انرژي ‌ډوز واحدتعریف ښوول شوی دی


۲- سیورت Sievert  سیورت دیوه سویدني طبي فزیک پوه نوم دی اودانرژي ډوز واحد دهغه په ویاړنومول شوی دی  . دسیورت واحدلنډیزپه (Sv)  سره ښوول کیږي . نوموړي واحدته معادل انرژي ډوزویل کیږي داځکه چې  سیورت په ماده کې دوړانګوبیالوژيکي اوفزیکي غبرګونونه دواړه په پام کې نیسي .   کله چې دیوې رادیواکټیوسرچینې څخه هستوي وړانګې خپرې شي اوپه یوه ژوندی ماده لکه انسان ،حیوان اویانبات باندې ولګیږي ، اوهلته یوژول انرژي په یوکیلوګرام نسجونوکې جذب شي نویوسیورت ترلاسه کیږي . څرنګه چې په یوه ژوندی ماده کې دالفاوړانګو ، بیتاوړانګو ،نیوترون وړانګو اوګاماوړانګو فزیکي غبرګون یوشان نه دی  نوکله چې یوګرې دیوه فکټور w سره ضرب کړونودحاصل ضرب څخه یې سیورت Sv واحد ترلا سه کیږي .


1 Sv = 1 Gy • w


په پورتنی معادله کې   w=weighting factor  ته دوزن فکټورویل کیږي اودالکترون  ،فوتون ، اواکسریزوړانګولپاره دیوه (1) سره مساوي دی .   دبیلګې په توګه : که چیرته دیوې سرچینې څخه دګاماوړانګې خپرې شي اوپه یوه ګرام حشره کې 10-5 J انرژی جذب شي نوپه پایله کې دیوسیورت Sv سلمه برخه انرژی ترلاسه کیږي . نوموړې انرژی ته معادل انرژي ویل کیږي . 



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


۲- شکل :-  دیوسیورت Sv انرژي ډوزواحدتعریف ښوول شوی دی 


دیوسیورت Sv کوچني واحدونه عبارت دي له :


ملي سورت  (1 mSv = 10−3 Sv = 0.001 Sv) ،


مایکرسیورت (1 mSv = 10−3 Sv = 0.001 Sv) 


(په درنښت )


پای


پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ  


اخذلیک :



  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Sievert
  2. http://www.bbc.co.uk/news/science-environment-12737508
  3. http://www.dailymail.co.uk/news/
  4. http://www.spiegel.de/international/business/0,1518,753679,00.html
  5. http://en.wikipedia.org/wiki/Boiling_water_reactor