کور / تازه خبرونه / کندهار: د پرون په تعقيب يوه بله مظاهره پيل سوه

کندهار: د پرون په تعقيب يوه بله مظاهره پيل سوه

د کندهار په ښار او پنجوايي ولسوالۍ کي يو ځل بيا د سوونو کسانو له خوا لاريون پيل سوى دئ.
د بي بي سي راډيو خبريال وايي چي نن د کندهار پوهنتون محصلينو د قران کريم د امريکايي سوځونکي او د پرونيو مظاهره چيانو د افغان قاتلانود محاکمې په غوښتنه يوه غټه مظاهره پيل کړې ده.
همدا راز په پنجوايي ولسوالي کي عامو خلګو مظاهره شروع کړې، چي د ډزو راپورونه هم ورکړل سوي، خو د مرګ ژوبلي په باب يې معلومات نسته.
پرون د کندهار په ښار کي په زرونو ښاريانو د يوه امريکايي پادري له خوا د قران کريم د سونګ پر ضد مظاهره وکړه، چي د پوليسو په ډزو کي شاوخوا لس تنه مړه او د ٦٠ په شاوخوا کي ټپيان سول.
د کندهار چارواکو د دې ډزو مسئوليت پر دولت ضد وسله والو اچولى، خو د ښار اوسېدونکي وايي مظاهره چيان عام خلګ دي او د پوليسو په ډزو ويشتل سوي دي.