نړیوالوځواکونو داځل په کابل کې ښځې په سپو داړلي
د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ اوسیدونکی وایی، چی نړیوالو ځواکونو تیره شپه پدی ولسوالۍ کی عملیات کړي، او په پایله کی یی د یوی کورنۍ یو غړی وژلی او بل یی له ځان سره بیولی دی.
دغه کسان ادعا کوی، پدغه عملیاتو کی چی افغان ځواکونو برخه نه درلوده نړیوالو ځواکونو ددی کورنۍ ښځی په سپیو داړلی دی.
د سیمی اوسیدونکی وایی، چی وژل شوی، او بیول شوی دواړه بیګنا دی.
د کورنیو چارو وزارت هم دغه عملیات تایید کړی، ددی وزارت ویاند زمری بشری وایی چی پدی اړه زیات جزیات نلری.
ایساف ځواکونو بیا که څه هم ددی عملیاتو په اړه له جزیات ورکولو ډډه کړی خو دا یی رد کړي،چی دوی په خپلو عملیاتو کی ښځې په سپو داړي.
دا لومړی ځل ندی چی خلک د شپی لخوا دنړیوالو ځواکونو په عملیاتو نیوکی کوی،بلکی لدی مخکی هم په بیلا بیلو سیمو کی دا ډول عملیات شوی،چی د نړیوالو ځواکونو پر وړاندی یی د عامو خلکو کرکه زیاته کړیده.