کور / تازه خبرونه / لښکر ګاه: په لاریون کې ځانمرګى برید شوى

لښکر ګاه: په لاریون کې ځانمرګى برید شوى

د ځايي خلکو په وینا لاریون د بولان لخوا پيل شوی تر څو دښار خواته روان شي، ځايي چارواکو یې مخه ډب کړې.
تراوسه هېڅ څوک څه نشي ویلای چې ایا لاریون به وسي او که همداسې به ډب سي. دولتي ادارې، انجوګانې او همدارنګه د بازار ډېر هټۍ ګانې بندې دي.
په دې نه یو توانیدلي چې د چاراکو څخه د لاریون په اړه نظر وه پوښتو، د نوموړي لاریون هدف د قران عظیم الشان د سوځیده دي.
په لښکر ګاه ښار کې يو ډېر غټ ډم وشو چې د سېمې نه خلک د محکمې په مخکې د چاودنې خبره کوي، یو عیني شاهد وایي، ماولیدل چې دوه کسه منډې وهلې په دې وخت د پولېسو نوموړو کسانو تر مینځ ډزې هم رامینځته شوې چې نه یم پوه چې چا وکړې، په دې وخت ځانمرګي برید وشو، مونږ ځان د پېښې له سېمې ووېسته او وېریدو چې بله پېښه ونشي.
د ملي امنیت یو کس چې نوم یې نښوده وویل، پېښه د محکمې مخکې شویده چې څو کسه يې ټپیان کړیدي او یوازې ځانمرګی پکې مړ شوی دی.
بلې خوا ته د هلمند د والي وياند رسنيو ته ويلي چې دوهم ځانمرګى د پوليسو له خوا پېژندل شوى او مخکې له دې چې بريد وکړي ووژل شو.