زابل : يوه شل کسيزه ډله د حکومت سره يو ځاى سوه

عطاالله محمدي | اپریل 6th, 2011


په زابل ولايت کي يوه شل کسيزه ډله د حکومت سره يو ځاى سوه . دغه ډله چي مخکي يې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کي د بهرنيانو او حکومت پر ضد فعاليتونه کول خپلي وسلې يې د ملي امنيت و رياست ته وسپارلې .
څه موده وړاندي په کندهار ولايت کي هم يو شمېر وسله وال طالبان د خپل قوماندان په ګډون د حکومت سره يو ځاى سوي ول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024