کور / رسنۍ / د اوښتون نوې ګڼه!

د اوښتون نوې ګڼه!


په پكتيا كې د اوښتون كلتوري ټولنې له خوا خپرېدونكې د اوښتون مجلې پر لپسې نهمه او لسمه ګڼه له چاپه راووته.


دا مجله چې په دريو مياشتو كې يو ځل چاپېږي په كې د ديني، سياسي، ادبي او كلتوري موضوعګانو تر څنګ د سيمې او نړۍ په اړه په زړه پورې معلومات خپرېږي.


د اوښتون ورستۍ ګڼه (۸۸) مخونه لري چې په ښكلي كاغذ او ښې پښتۍ سره چاپ شوې، په دې ګڼه كې د معمول په څېر په دويمه او دريمه پښتۍ باندې د هيواد تكړه ليكوال او شاعر احسان الله درمل معرفي شوى.


دا مجله د احسان الله مهجور په مسؤل مديريت او ساحل منګل په مرستيالۍ خپرېږي.


د يادې مجلې په دې ورستۍ ګڼه كې د تواب الدين غورځنګ، هدايت الله هميم، ق. شينواري، الف _ ملګري، نافع همت، نعمان دوست، غزا نور غزا، استاد سعدالدين شپون، اجمل پسرلي، نور محمد سعيد، اسمعيل لاروي، س. انډيوال، نصير احمد احمدي، الهام جمالزي، وحيد احمدزي، حقمل مسعودزي او څو تنو نورو ليكوالانو مقالې، ليكنې، ژباړې، شعرونه، لنډې كيسې او ګټور معلومات راغلي دي.


دا چې په هيواد كې اوس هم د مطالعې كلتور د نورې نړۍ په څېر نه دى عام شوى، نو له ټولو هيوادوالو هيله كېږي چې د دې كلتور د عامونې په موخه اوښتون او بله هره پښتو مجله په پيسو واخلي او هغه څوك چې د مطالعې په ګټه خبر دي يوازې دا نه چې د مجلو او كتاب اخيستنې ته خلك وهڅوي، بلكې په دې برخه كې دې هم د وس برابر تبليغ وكړي چې لوست د انسان د بينايې لامل دى او د نړۍ پرمختللې ټولنې له همدې كتابه د اسمان كنارو ته ختلې دي، راځئ خپلې لوېدلې ټولنې ته د كتاب پاڼې وزرونه كړو او په نورو پسې د الوت چلونه زده كړو.