يوه ايراني پناهنده د هالنډ په زړه کي ځان وسوځاوه

د لراوبر اداره | اپریل 7th, 2011


يوه ايراني مهاجر چي د هالنډ لخوا يې د پناه غوښتنليک رد سوﺉ و پرون تر غرمې مخکي د پلازمېنې امستردام په زړه ( دم سکواير ) کي پطرول پر سر واړول او ځان ته يې اورلګيت ووهه . عيني شاهدان وايي دوی يو سړی وليدﺉ چي سر تر نوکه په لويو لمبو کي راګېر و ، ځينو خلکو يې د خپلو کوټونو پذريعه د اور وژلو هڅه وکړه .


وروسته مالومه سوه چي هغه یو ايرانی پناغوښتونکی و چي تر ډېر ځنډ وروسته يې هم په هالنډ کي د پاته کېدو غوښتنه رد سوې او دوسيه يې تړله سوې وه .


د يادوني وړ ده چي د تېر يوه کال راهيسي د اقتصادي سپما او ناڅرګندو علتونو پر بنسټ د پناغوښتونکو ، د ژوند ملګري په راغوښتلو ، تابعيت ورکولو او هغو کډوالو شرايط ډېر سخت کړي دي چي د خپل سرنويشت په تمه تر نامعلوم وخت پوري په کمپونو کي انتظار کوي .په دې ډله کي يو شمېر يې افغانان دي چي په کمپونو کي يې نژدې لس کلونه تېر سوي خو اوس يې هم سرنويشت مالوم نه دی .

Copyright Larawbar 2007-2024