نادرخان کټوازى: د کندهار ولسي وګړي د پوليسو له خوا وژل سوي

34 | اپریل 8th, 2011


د ولسي جرګې غړى نادرخان کټوازى چي کندهار ته د وروستيو مظاهرو د څېړنو دپاره تللى وو، وايي چي د تحقيقاتو پر مهال ورته څرګنده سوې ده، چي د مظاهرو پر مهال ملکي خلګو ته اوښتې مرګ ژوبله د پوليسو له خوا اړول سوې ده.
نادرخان کټوازي وويل چي د څېړني پر مهال يې د کندهار له چارواکو، پوليسو، ولسي خلګو او په ميرويس روغتون کي له بستر ناروغانو سره وکتل او راپور يې چمتو کړ.
کټوازى وايي په دې پېښو کي ١٤ کسه مړه سوي او شاوخوا ٨٥ کسان ټپيان سوي دي، چي په وينا يې اکثره ټپيان پر ځيګر باندي ويشتل سوي دي.
نوموړي د آزادۍ راډيو سره په مرکه کي وويل چي د شنبې يا يکشنبې په ورځ به خپل ګزارش ولسمشر کرزي ته وړاندي کړي.
بايد وويل سي چي تېره اونۍ په کندهار کي دوې ورځي پر له پسې په امريکا کي د قران کريم د سوځولو پر ضد مظاهرې وسوې، چي د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ په تاوتريخوالي کي تر ١٠٠ زياتو مظاهره چيانو ته مرګ ژوبله واووښته او په لسګونو دکانونه وسوځول سول.

Copyright Larawbar 2007-2024