د بشارت په شعر كي نغښتې عاطفه
64
عاطفه د انسان په وجود کي هغه قوه ده كه چيري خداى مه كړه داقوه نېستي سي، نو د ظلم، تېري او وحشت توري دروازې به د نړۍ پر مخ داسي راخلاصي سي،چي مادي او معنوي شتمني به د جهالت د اور د لمبو خوراك کړي.
د عاطفې په ژوندۍ ساتلو كي لوى رول په ټولنه كي شاعر ښه لوبولولاى سي، ځكه شاعر د شعر په ژبه خلکو ته دا پيغام او نظريه وركوي، چي څنګه له دې بلا اومصبتونو څخه ځان ژغورلاى سو.
ريښتونى شاعر له بشريت سره ټينګ تړون او كلكه مينه لري اودا يې نه خوښېږي، چي مينه دي زموږ له ټولني كوچېدلې وي او پر ځاى يې نفرت موجود وي.
نو شاعر كوښښ كوي چي خلك د ميني او عاطفې په لور را ستانه كړي او دوى ته وښيي چي عاطفه او مينه كوم رول لري.
دا يې همېشه غوښتنه وي، چي د شعر په ژبه نفرت وغندي او مينه وستايي، ځكه همدا نفرت دى چي موږ يې همېشه د غم پر ټغر كښېنولي يو،كه چيري موږ نفرت ته شا او ميني ته مخ كړو، نو په ټولنه كي به هغه پرتې ستونزي چي اوس وجود لري له منځه ولاړي سي.
دا چي شاعر له ښكلا او عاطفې پرته نور څه نه لري، نو كوښښ كوي چي تر خپل وس پوري خلکو ته ښكلا اوعاطفه تعريف كړي چي څه ارزښت اوكومي ګټي لري.
موږ د بشارت صاحب په شعر كي دغسي څركونه لټوو.
بېلګه:
د عاطفې خاوره كي ږدمه د زړګى يو زڼى
دا به د ميني په ګلشن كي ستا يو ګل پاته سي
طبعي خبره ده، چي د هر انسان په زړه كي د عاطفې زڼى، څرك اويا هم ځاى سته، ځكه دا خبره په احاديثو كي هم سته, وايي(د انسان په وجود كي يوه ټوټه ده كه چيري دا ټوټه خرابه سي نو ټوله وجود خرابېږي)، هغه ټوټه زړه دى او د خرابېدو علت يې دا دى چي له زړه څخه عاطفه ووزي او پر ځاى يې بېرحمي ځاي ونيسي.
راځو اصلي خبري ته، پر ځاى د دې چي شاعر ووايي چي د زړه په خاوره كي د عاطفې زڼى ږدم، برعكس ووايي زړه د عاطفې په خاوره كي ږدم ، ددې څخه د شاعر هدف دا دى چي موږ په خپل منځ كي دومره ډيري ميني ته ضرورت لرو،كه په زياته اندازه په خپلو منځو كي عاطفه ولرو او يو د بل په غم كي واوسو دغه پرتې ستونزي به حتمي له منځه ولاړي سي.
دلته شاعر ځان عاطفې ته دومره ليواله ښيي چي له دې طبعي حالته ځان باسي او وايي چي په دې سره د انساني ټولني تنده نه سي خړوبېدلاى. زه غواړم چي انسانان زړه دعاطفې په خاوره كي كښېږدي ترڅو د ميني هغه مړ ژوانده نهال بيرته په مېوه لرونكې ونه بدل سي .
دا چي شاعر ډېر حساس دى نو د ټولو تر مخه د يوې پېښي تر اثر لاندي راځي، دا كه پېښه منفي وي اوكه مثبته كوښښ كوي چي د دواړو په مقابل كي عكس العمل وښيي، د منفي پېښي د غندلو لپاره او د مثبتي د ستايلو لپاره ډېر ژر لاس په كار كېږي او د خپل مسؤليت په اساس يو څه وايي.
بېلګه:
ظالم لېوه راپسې د ژوند هوسۍ را وژني
خوني درنې منګولي د تن مرۍ را وژني
كړي راښكاره په ژوند كي د ارمانو هديره
خاوري پر سر راباد كړي د سر جنډۍ راوژني
پر خزانه د مغز مي راتاو سوي دي ډېر
خوري د افكارو غمي د سر ماڼۍ را وژني
ګير بشارته يوموږ ددې ښكاري په دام كي
د وچ تبليغ په ډزو ښكلي ځوانۍ راوژني
رښتيا هم موږ له هر طرفه دښمنان لرو او دوى همېشه كوښښ كوي چي موږ په يو رقم د رقمو له منځه يوسي او كه له منځه ولاړ نه سو، بيا هم كوښښ كوي چي د بې علمۍ په تياره زندان كي د عمر تر پايه پوري وساتي، او دوى په دې پوهېږي كه دا قوم يو وار راويښ سو، تر ټولو مخکي به د خپل حق غوښتنه كوي، او يا يې امكان سته په نړۍ كي داسي وځلېږي، هغه حاكيميت چي اوس زموږ په لاس كي دى راڅخه واخلي، نو د دغه وهم پر اساس د سر سړي ځكه راوژني، كه چيري هغه ژوندي وي نو نه سي كولاى چي زموږ تګلاره دوى راوټاكي او زموږ په داخلي چاروكي لاس وهنه وكړي، په بېلا بېلو حالاتو كي مو خاموش وساتي.
كله كله موږ د بد رنګۍ په تور رنګ داسي لړلي يو چي خپله هم ځانونه نه سو پېژندلاى او دا سوال راته پيداوي چي موږ له اصله داسي بدرنګه او بې كماله وو، كه يا خپلو د پردو په واسطه داسي كړي يو،دا ولي؟ د نفرت په بدرنګه رنګ لړل سوي يو.
تور ومه كه تور كړم د اغيار نظر
هسي وم كه هسي كړم ناچار نظر
زه ومه سپرلى ژوند مي ګلاب،ګلاب
څنګه اوس زخمي كړمه د خار نظر
انسان رښتيا هم د پسرلي په څېر او ژوند يې د ښايسته ګلاب په څېر هغه وخت وي چي د ژوند په ټولو برخو كي چي د مشكلاتو د اغزيو نظر نه وي پر سوى، كله چي مشكلات راسي نه بيا ژوند د ګلاب په رقم او نه هم انسان د پسرلي په څېر وي، د دې مشكلاتو د راتلو اصلي منبع څه ده؟ اكثره وخت ځيني خلک د خپلو مشكلاتو د له منځه وړلو لپاره غلطي لاري ته مخه كوي چي نورو ته د مشكلاتو جوړولو وروسته يې همدا مسلك او پېشه وګرځي زړه ئې سخت سي، مينه او عاطفه ئې د زړه له منځه ولاړه سي او ټول عمر لكه اغزى د بل په وړاندي مزاحمت كوونكي ولاړ وي او نه غواړي چي نور هوسا ژوند وكړي.
بېلګه:
دا چي هسكه غاړه ګرځمه په ژوند كي
د ژوند دښت كي مي دنګ غرونه پلار اومور سته
مينه زړه كي مينه سترګو كي څرګنده
لا مي داسي د اميد د سترګو تور سته
د مور اوپلار د لوى والي خبره هر چا كړېده او هر څوك وايي، چي مور اوپلار مو په مخ كي د غرونو په څېر ولاړ دي، خونوې خبره چي بشارت صاحب كړېده هغه دا چي خپل ژوند يې د هغه دښت په څېر بللى چي په هغه كي جګ او غټ غرونه وي، او د دې غرونو به سبب په دښت کي بې اندازې هستی وي اوهمېشه هر څه پکښي پیدا کېږي. رښتيا هم په وچ دښت كي غرونه ډېر اهميت لري، اول دا چي پر غرونو تر ټولو دمخه باران اورېږي، كله چي باران واورېږي نو هر ژوندى موجود ورڅخه استفاده كولاى سي. دا په دې معنى چي هر رقم ګلونه ،خوراكي نباتات او مېوې په كښي موجود سي. نو په ټولنه كي د مور او پلار وجود هم د هغه غرونو په شان دي، چي همېشه ئې وچ دښت تر سیوری لاندي په هستیو پټ وي.
كله چي مور او پلار ژوندي وي انسان په ډېرو راحتونو كي ژوند كوي او په هيڅ نه وي خبر، دا ځكه چي د خدای تعالی د رحم او کرم رالاندي د مور او پلار مينه او عاطفه په ټولو موجوداتو کي لویه ده، د مور او پلار عاطفه د هغه غره په شان لويه ده چي په لمن كي ئې هر رقم موجودات خوښ او خوشحاله وي.
بله بېلګه:
وخت اوس غماز دي د دېوال سيوري خبري كوي
شپه د سپوږمۍ ده ځكه پټ د ميني پل ساتمه
شاعر اوس هم بېرېږي، هغه عاطفه او مينه چي د ده په زړه كي پرته ده نه سي ښكاره كولاى او وايي هسي نه چي څوك مو د پاكي ميني او عاطفې څخه غلط و فهمېږي اوپه پټو سترګو مو د مجريم په نوم په سزا ورسوي، نو د اميد په قدمونو د يوې مينه ناكي راتلونكي په هيله د ژوند پر ځنګل د اوښكو د تودو اوبو باران جاري ساتي ووايي
د ژوند ځنګله چي تودې اوبه د سترګو وركړم
نيالګى د ميني له سايې څه د اجل ساتمه
د ژوند ځنګله ته ولي تودې اوبه د اوښكو وركوي دا ځكه چي په ټوله ځنګله كي يې هغه د ميني نيالګي هدف دى چي د ده د اميد سترګي خپلي قيمتي اوبه وركوي او دا هم په دې هدف چي كه هر څه وران سي خو چي د ميني يو نښان پاته وي بيا هم ډېر څه كېداى سي او د دې نهال څخه ډېر نور نهالان شنه كېداى سي.
په دې هیله چي د شاعر د امید نهالان چي دی ئې د مېوې په تمه دی دا لیکنه پای ته رسوم