کور / شعر / نظم

نظم

دلته دردونه میلمانه په زړه دی
دلته خندا په خوله څوک نه پيژنی
دلته همت د صداقت پټ شوی
دلته ریښتیا په زړه څوک نه پيژنې

دلته یتیم په چیغو چیغو ژاړی
دلته مو وسې څه حیرانې لرو
دلته د ظلم ناوی حکم کوي
دلته د زړونو په ځای کاڼې لرو

دلته ړانده په دواړو سترګو ګرځو
دلته مو مینه هیره شوی ده نن
هغه د سرو غوټیو هیلو غوټی
هغه رنګینه مو مړه شوی ده نن

دلته جګړی توری تیاری راوړي
دلته یی ستر دارړماران روزلی
دلته زمونږ د خوار ولس لپاره
پاس د ړستوني ښاماران روزلي

خواره وطنه تانه ځار شمه ګوره!
دلته دسولی ناوی بیا ژړیږی
کله چی ستا ټپي ټپي ځان ګورم
دلته می اوښکی په هردم توییږي

دلته نصیب مونږ ته سودا راوړی
دلته رنګونو دزړه رنګ راوړی
دلته له ځانه او جهانه ستړی
نن تاریخونو مونږ ته جنګ راوړي

دلته مووخت په شپو کی هیلی یوړی
دلته په مینه کی ناکامه ښکارو
دلته اسمان داسمان رنګ نه لری
دلته په لاره کی حیرانه ښکارو

دلته سیلی داوښکو بار وینمه
دلته بادونه په ډیوو چلیږي
دلته بلا د ډار حکمونه کوي
دلته اورونه په کورو بلیږي

دلته مو خولې کلکی ګڼډلي دینه
دلته مو زړونه په دردو کی وینو
دلته عجیبه فلسفه د ژوند ده
دلته سرونه په نیزو کی وینو

خدایه ته راولې د سولی ناوي
که نه برباد مو ارمانونه ښکاري
تاته مو پریښی ده د هیلو بیړي
که نه نا ښاد مو آوازونه ښکاري