عمر فدایې:په میر عالي سیمه کې تقریبا ۳۵۰ ځانمرګي تربیه شوي

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2011


د ډیره غازي خان په سخي سرور درګا باندې ځانمرګي برید کوونکی عمر فدایې  وایې چې اوس هم د شمالي وزیریستان په میر عالي سیمه کې تقریبا ۳۵۰ ځانمرګي تربیه شوې چې د تربیه کولو او همایه کولو دنده سنګین خان په غاړه لري هغه زیاته کړه چې سنګین خان د افغانستا ن په شمول په نورو مختلفو علاقو کې هم تربیتې کمپونه لري .
 په دغه تربیه شوو ځانمرګو کې عرب ،تاجک ، ازبک او پنجابیان  شامل دي.
 نوموړی وایې چې مونږ ته د لاسي بمونو، په موټرسکیل د حملې کولو  او په مختلیفو حالاتو کې  خپل هدف ته رسیدلو زده کړې قاري ظفر راوښودلې ،  د انتحاري واسکټ په باره کې یې وویل چې مونږ ته یې صرف د تکمې کیښکول چې په یو خاص ځای کې تړل شوې وي  را زده کړل.
عمر فدایې د ایکسپریس ورځپاڼې ته په شخصې مرکه کې وویل!  چې د ځانمرګي چمتو کولو ته نعیم نامي و هڅولم  کله به چې زه له ښوونځي څخه  یې باندې راتلم نو  هغه به  مونږ د کافرانو د وژلو تبلیغ کاوه، زیاته یې کړه  پس له دې به زه نیک کارونه کوم او په برید کې د وژلي شویو کورنیو څخه یې د بخښنې غوښتنه وکړه .
هغه تربیه شویو ځانمرګو بریدکوونکو ته د غلط استعمالیدو او د حملې نه کولو پيغام ورکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024