په هلمند کې د کوکنارو د اړولو ولسي کمپاين

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2011


په هلمند ولايت کې په لومړي ځل ولسي خلکو د کوکنارو داړولو لپاره پراخ ولسي کمپاين پيل کړی دی .


تېره ورځ ددغه ولايت په مارجه ولسوالۍ کې شاوخوا اوه سوه ولسي وګړي راوتلي ول او پخپله سيمه کې يې د کوکنارو د کښت يو نيم زره جريبه ځمکه واړوله .


د کوکنارو اړولو خبر په داسي وخت کي خپريږي چي لا اوس هم د ناټو او ايتلاف ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته د يو شمېر ولايتونو د امنيتي چارو سپارلو په اړه په رسنيو کي بحثونه کيږي ، د يادوني وړ ده چي د روان کال  ددوبي په سر کې به د لښکرګاه واک افغان ځواکونو ته سپارل کېږي چې د هلمند د چارواکو په وينا دا په هلمند کې يو بېساري پرمختګ دی.

Copyright Larawbar 2007-2024