کرزى : دا ډول بريدونه د امنيت په سپارولو کي ستونزه نه پېښوي

عطاالله محمدي | اپریل 10th, 2011


افغان ولسمشر حامد کرزى وايي چي د وسله والو بريدونه به افغان حکومت ته د امنيت په سپارلو کي کومه ستونزه پېښه نه کړي . نوموړي د تيري ورځي ځانمرګى بريد چي په کابل کي پر ملي اردو ترسره سو او څلور ملکي او درې نظامي کسان پکښي ژوبل سول اشاره وکړه .
همدا ډول څه موده وړاندي نوموړي پر وسله وال ږغ وکړ چي د بهرنيانو تلپاتي حضور ته زمينه مه برابروئ .

Copyright Larawbar 2007-2024