روزګان : د طالبانو د يوه ولسوال دنيولو ادعا وسوه
عطاالله محمدي
د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې د طالبانو د لوري يو ټاکل سوى ولسوال نيولى . د چارواکو په وينا چي نوموړى ولسوال ملاعبدالکريم نوميږي او تېره ورځ شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کي نيول سوى . د دې ولايت د والي وياند ميلاد احمد د ياد کس نيول تائيدوي او وايي چي د نوموړي سره يې څو نور کسان او يو شمېر سپکي وسلې هم نيولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
« غزل