په جاپان کي يوه بله زلزله وسوه
د جاپان په شمال ختيځ څو شېبې مخکي يوې بلي درنې زلزلې ولړزاوه ، دا د ريښتر په کچه ۷،۱ زلزله په داسي حال کي رامنځته سوه چي جاپان د تيري مياشتي درنې زلزلې او څونامي د قربانيانو په ياد مراسم پر ځای کول ، نننۍ زلزله د جاپان پلازمېنې ټوکيو په ځينو برخو کي هم احساس سوې ده .