کور / طنز / خر

خر

—-
چې څوک چرته د کم عقلۍ مثال ورکوي نو خر یادوي-چې څوک د بیوقوفۍ کار وکړي نو خلک ورته خر واي-چې د نزدې نه مې خر ته وکتل نو خفه شوم پرې-اوږد مخ هواره پوزه-نیغ او ړقیدونکي غوږونه-په غټ وجود کښې وړوکی سراوهغه هم له عقله تش-د خپل ساتونکي بې کچه منونکی او په خوراک مین.


په سوچ کښې ځم ځم ځم چې د خپل کلي اینځر ګل مې مخې ته نیغ ودریږي-د موصوف څو اوصاف حمیده د خر نه کم نه دي-د ملک بابا د ځوي چې کله هم جلوس یا جلسه وي نو اینځر ګل پکښې له هرچا وړاندې وړاندې وي-توغ يې په لاسونو کښې نیولی وي او خپله مرۍ په چغو وشلوي-په پردي واده او خیرات کښې زرزر مجمې چلوي-او په نازرۍ کښې يې ثاني نشته-


د مړي د کور وړومبی او اخیري میلمه موصوف وي-او د قبرونو کنستلو کښې مشهور دی-په سیاسي مباحثو کښې يې د چا پلار نه شي پړ کولی-د جارج بوش د مور او پلار نومونه-د طالبانو په هکله کره معلومات-د اسامه د اوسیدو ځاي-د چین او روس د ایتمي بمونو شمیرد اینځر ګل نه پټ نه دي-خو که څه ترې پټ دي نو هغه د اینځرګل خپل ذات دی-څلور ځامن يې دي دوه په پردي هوټل کښې لوخي وینځي-یو په ګاړي کښې کلینډر دی-او یو د کلي مشهور جوارګر او پوخ چرسي دی-په خپلو بچو کښې يې په یو هم سبق نه دی ويیلی-او که چرته يې په کوڅه ورپيښ شوې نو د اینځرګل کور به د شورشغرب او شرونو له کبله له ورایه وپيژنې-نو بیا راته خر رایاد شي-لکه د اینځرګل بلا اوصاف لري-د سحره تر ماښامه درانده پیټي چلوي او چې د کار ځاي ورته یو ځل په نخښه شي-نو بیا ورپسې شاته د چق چق حاجت نه وي خو پیټی پرې ږده او ځاي ته به يې رسوي او یبا به ځان رارسوي-چې چرته شین فصل یا خره اویني نو لکه د اینځرګل خپله مرۍ په هڼ وشلوي-خو په ّهڼ کښې يې پټ موسیقیت هوښیاران خره لټولی شي-په ځانګړې توګه چې د غره په لمن کښې يې غږ په غرونو کښې تمبیږي راتمبیږي نو ماته د پاپ موسیقۍ د ګډیدونکي سندرغاړي غږ مخې ته شي-چې خوږلت پکښې بیخي نه وي او د ځان سره ټول اوریدونکي هم په حرکت مجبوروي-او ټول میلس ټالۍ وهي-خر چې په جلال کښې راشي نو نو کله کله د خبل ساتونکي نه بغاوت وکړي-او ماته د خپل وطن فوځي حکمران رایاد کړي-لکه خر چې لتې او دنګوچي پیل کړي نو شنه فصلونه او پردي ماشومان هرڅه چقوي-دغسې فوځي واکمن د وطن ټولې ادارې وچقوي او د انصاف په چوکۍ بې غوږونو خر کښينوي او هغه ورله دغه ټول غوبل روا کړي-ددې حالاتو په لیدلو څه سیاسي خره هم د خپلو غوجلو نه هڼ پیل کړي-او د خر امامتي اومني-او بیا يې ورشوڼونه په کلونو کلونو په شنه خید کښې پټ وي-ځم ځم ځم بیرته مې عقل د خر په وجود کښې ورک شي-او وایم چې که خر ته هر څوک کمعقل او خر واي-خو زړه مې دا خبره نه مني-ځکه چې د خر له دې خوبۍ نه انکار د خرو کار دی چې د خپلو اوصافو د اثر لاندې يې نیمه نړۍ راوستې ده د هڼ انداز يې د لتو وهلو د انذاز نه زړه راښکونکی دیاو د خپل پالونکي سره د وفادارۍ انداز يې د بل هر څاروي نه نور زړه راښکونکی دی