دوه امریکایی پوځیان خپلی طیارې وژلي وو

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 11th, 2011


امریکایی خبری شبکه ( ان . بی . سی ) راپور ورکوی چی پنځه ورځی مخکی چی ناټو په جنوب کی د دوستانه ډزو له امله د دوو بهرنیو پوځیانو د وژلو خبر ورکړی و ( چی لر او بر هم نشر کړی دی ) ، هغه اصلأ امریکایی مرین پوځیان وو چی د هلمند ولایت په سنګین کی امریکایی بې پیلوټه طیارې په « دوږخی اور » نومي راکټ سره ټوټه ټوټه کړل . دا ځکه چی پر هغوی یې د طالبانو ګومان وکړ ، خو هغوی خدای پرېښوول او خپل دوه پوځیان یې ووژل .
دا په تیرو لسو کالو کی لومړی ځل دی چی امریکایی طیارې خپل پوځیان وژنی .

«

Copyright Larawbar 2007-2024