کندوز:۹۱ تنو پوليسو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د لراوبر اداره | اپریل 15th, 2011


دشمال ختیز زون پولیسو مرکزڅخه ۹۱تنوپولیسوته د فراغت سندونه وروسته د۶ اونیوزده کړونه ورکړل شول.

دپنجشنبې په ورځ د کندوز ولایت د پولیسوپه اکاډمې کې دیوی غونډی په ترڅ کې وروسته د۶ اونیوزده کړو څخه یوشمیرپولیسوفارغ شول.
دکندوز ولایت امنیه قومندان سمیع الله قطره خبریالانوته دخبروپرمهال وویل( نن چې دپولیسو کومه ډله دشمال ختیززون پولیسود تعلیمې مرکز څخه فارغ شول ، دغه ډله به د کندوز ولایت مرکزګورتیپه کې په دنده وګمارل شي ، قطره زیاته کړه چې دفارغ شویوکسانوشمیر ۹۱تنه دی چې دکندوزبرسیره دشمال نورو ولایتونوخلک هم په کې شتون لري ، هغه وویل تردی دمخه له یادمرکزځنې په سلګونه تنه پولیس وروسته دزده کړو څخه په بیلابیلوځایونوکې دامنیت دخوندیتوب په موخه په دندوګمارل شوی دی.
دقطره دڅرګندونوله مخې دغوپولیسوته دکورنیو اوبهرنیوښوونکیوله لورې روزنه ورکړل شویده ،چې د کورس ډیره برخه دقانون څخه دمتخلیفینو نیونه،دافغانستان اساسې قانون،دبشرې حقونوپیژنده اوعاموخلکوسره چال چلنداو داسې نوروبرخوته ځانګړې شوی خوداپه داسې حال کې ده یوشمیرعام خلک بیاپه یادولایت کې دمحلې پولیسواوپه ځانګړې ډول اربکیودسلوک ځنې سرټکوی.

دشمال ختیززون دتعلیمې مرکزڅخه فارغ شوي عبدالله چې دبدخشان ولایت اصلې اسیدونکې دی وایې په تیروشپږواونیوکې یې ډیرڅه زده کړي، هغه همدغه راز وویلې په یادمرکزکې ېې د کورنیوښوونکیوترڅنګ بهرنیانوڅخه هم دتخنیک په برخه کې لاسته راوړی دی چې له دی وروسته به په ګورتیپه کې په کار وګمارل شي.)

ګورتیپه په وروستیوکې په کندوزکې د سلوالوطالبانومهم مرکزګڼل کیده چې دامهال دچارواکوپه خبره وسلوال طالبان هلته فزیکې جضورنلري، دیادونې ده چې تراوسه پورې دشمال ختیززون دپولیسوتعلیمې مرکزڅخه ۶۲۵ تنه پولیس فارغ شویدی.

Copyright Larawbar 2007-2024