نورستان: څلوېښت تنه يرغمل پوليس خوشي سول

34 | اپریل 15th, 2011


د نورستان چارواکي وايي هغه څلوېښت تنه پوليس چي شاوخوا درې اونۍ دمخه طالبانو يرغمل کړي وو، د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي سوي دي.
د نورستان والي جمال الدين بدر د پوليسو خوشي کېدل تائېد کړي او بي بي سي ته يې ويلي چي له تښتوونکو سره يې کومه معامله نه ده کړې، يوازي د قومي مشرانو په هلو ځلو را ايله سوي دي.
طالبانو د دغو پوليسو د تښتوني مسئوليت پر غاړه اخيستى وو او ويلي وو چي د دوى سيمه ايزه شورا به د پوليسو د برخليک په باب فيصله وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024