ناټو: پر ليبيا يرغل به د قذافي تر پرځولو دوام لري

34 | اپریل 15th, 2011


د ناټو سازمان ويلي پر ليبيا باندي د دوى هوايي بمبارۍ به تر هغه وخته دوام وکړي چي د دې هيواد ولسمشر معمر القذافي له واکه لاس اخلي.
ناټو ويلي پر نيمه لار د ليبيا د ولس پرېښودل، د دې هيواد له اوسېدونکو سره خيانت دئ.
بلي خوا ته څېړونکي وايي ناټو د ليبيا له اوسېدونکو سره دونه علاقه نه لري، لکه د ليبيا د نفتو پر لويو ذخيرو له خېټي اچولو سره چي مينه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024