کور / شعر / عطاالله خوږيآڼي دوه غزلونه

عطاالله خوږيآڼي دوه غزلونه

کــينمه ځانـتـه،داخپـل ځـان مې ځآن ته وژړوم
اوښکې باران،باران،اسمان مې ځان ته وژړوم
که په ژوندون مې سپرلى راشي اوهم وغوړيږي
داسـې خـــزان،خــــزان ارمــــان مې ځان ته وژړوم
ويلـي کــړمه ځآن ورته خو لار ورته روښانه کړمه
کلــک په زړګـــې که لــږ جـانان مې ځانته وژړوم
ستادنـفـرت مـنـګــى دى نــورتـرګودر،ونه رسي
ګلان هــــم وچ، چــــــې بوراګان مې ځانته وژړوم
نــــوربه دميني له کوچــــنۍ نـــــړۍ نه لرې لاړشم
له غــــمـوډک دا ســــــــــــــــترجهان به ځانته وژړوم
کـوردي ودان چــــې دي رقـيب راباندي وخانداوو
مـــړدي شـم زه چــــــــــې ريباران مې ځانته وژړوم
زمـــــــاخوږياڼي ځـيـګــــــردننه،څه تپوس يې کوي
پرې چې ټپـــــي،ټپــــــــــــي درمان مې ځانته وژړوم

بل غزل

ستاخبري خــــــــاطري شوي په زړګي مې وليکلي
دژوندون مې افساني شوي په زړګي مې وليکلي

مادمــيني په مـمــبرکـې ســــــتادمـيني اذان وکــــړ
دلته ډيريې چې کعبي شوي په زړګي مې وليکلې

توره شپه مې داستا ستورى،په اسمان کې لټولـو
وريځي خړي راخوري شــوي په زړګي مې وليکلې

دلته ګـودر وران دى هــم مــنګـي ورک شوي دلته
چې دي جوړي دا بانــي شوي په زړګي مې وليکلي

چې يوټال دميني راکړي داســـــې ډګه پياله وڅښم
ســتاچې ورکې ميخاني شوي په زړګي مې وليکي

خــــــــوږياڼي ويــلي زمـــــــا ده،مانه کله جدا کيږي
چـــــې بـــدلې فـــــيصلي شوي په زړګي مې وليکلي