کور / شعر / جنډۍ

جنډۍ

مزارته دارمان ودريدم لکه جنډۍ
له جبره د زمان ورپيدم لکه جنډۍ

د ميني ارزوګاني مي په خاورو کي وې ښخي
خوزه هرچا په هر وخت کې ليدم لکه جنډۍ

دزړه ټوکړې يي زما راوسکڼړې په بيلتون کي
کرار کرار پر هر لور څيريدم لکه جنډۍ

يو ياد يو يادوګاروم د ژوندو دزړه لپاره
هر چاته پرهوا معلوميدم لکه جنډۍ

انجام مي دناکامه ژوند وهرچاته وروښود
په ژبه دټوکړې وږغيدم لکه جنډۍ

داتللو نازولو يوه سر نه کړي راپورته
عرفان يي پر قبرو و نړيدم لکه جنډۍ