کور / سپورټي / افغان کرکټ بورډ د آى سي سي د مشر دڅرګندونو هرکلى وکړ

افغان کرکټ بورډ د آى سي سي د مشر دڅرګندونو هرکلى وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د نړيوالې شوراد مشر محترم شراد پوار د دې څرګندونو هرکلى کوي چې ددې شورا د اجرائيوي بورډ په راتلونکې غونډه کې به غوښتنه کوي، چې پر هغې پرېکړې له سره غور وکړي، چې د ٢٠١٥ په نړيوال جام کې به لس لوبډلې برخه اخلي.
د روان زېږديز کال د اپريل په څلورمه د کرکټ د نړيوالې شورا په هغه غونډه کې چې د هندوستان په بمبۍ ښار کې شوې وه، پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې نړيوال جام کې چې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې ترسره کېږي، يواځې لس هغه لوبډلې برخه اخلي چې د اى سي سي بشپړ غړيتوب او د کرکټ دټسټ لوبو درجه ولري.
له دې پرېکړې وروسته د کرکټ د نړيوالې شورا ګڼ شمېر هغو غړيو هېوادونه چې همکار غړيتوب ( ايسوسي اېټ ، ايفيلييټ) لري، پر اى سي سي سختې نيوکې وکړې او ددې پرېکړې سخت مخالفت يې وکړ.
له دغو مخالفتونو وروسته د کرکټ د نړيوالې شورا مشر شراد پوار پرون اعلان وکړ، چې دى به ددې شورا د اجرائيوي بورډ په راتلونکې غونډه کې به غوښتنه کوي، چې پر هغې پرېکړې له سره غور وکړي، چې د ٢٠١٥ په نړيوال جام کې به لس لوبډلې برخه اخلي.
د افغانستان دکرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وايي چې د شراد پوار يادې شوې څرګندونې نه يواځې افغانستان لپاره بلکې د اى سي سي ټولو همکارو غړيو هېوادونو د خوشحالى خبر دى .
هغه زياته کړه : (( کرکټ زموږ په هېواد کې يواځې يوه لوبه نه ده، بلکې دې لوبې سره زموږ په هېواد کې ديووالي او بيارغونې په برخه کې هم ډېر کار ترسره کېږي، که چېرې زموږ هېواد او لوبډله له نړيوال کرکټ څخه وويستل شي، نو افغانستان به ددې لوبې په وسيله د ملي يووالي رامنځته کولو چانس له لاسه ورکړي.))
ښاغلى نسيم الله دانش وايي : (( موږ هيله مند يو، چې د ٢٠١٥ زېږديز کال د نړيوال جام دروازې زموږ دلوبډلې پرمخ پرانستل شي او موږ وکولى شي چې له هغو لوبډلو سره ولوبېږو چې له ډېرې مودې راهيسې ارزو لرو.))
د اى سي سي مشر شراد پوار ويلي : ((ما دغه مسئله ډېره جدي نيولې ده، زه به په اړه په راتلونکې غونډه کې غوښتنه وکړه، چې پر دې پرېکړې له سره غور وشي، موږ به هڅه کوو، چې دې خبرې ته يوه ښه د حل لاره پيدا کړو.))
ديادونې وړ ده چې داى سي سي له يادې پرېکړې وروسته د کرکټ د نړيوالې شورا ګڼ شمېر هغو غړيو هېوادونه چې همکار غړيتوب ( ايسوسي اېټ ، ايفيلييټ) لري، پر اى سي سي سختې نيوکې وکړې او ددې پرېکړې سخت مخالفت يې وکړ.